د سوداګرۍ او صنعت وزیر او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د هرات والي سره په سوداګرۍ کې د شتو ننګونو د له منځه وړلو په موخه لیده کاته وکړه

د سوداګرۍ او صنعت وزیر ښاغلي نثار احمد فیضي غوریاني، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عمومي ریس ښاغلي توکل احمدیار، د مدیره هیت د سوداګرۍ مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي، د مدیره هیت مالي ریس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره هیت د نړیوالو اړیکو ریس ښاغلي سید جاوید برهان، د اتاق عامل ریس ښاغلي سید زمان هاشمي، د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ریس ښاغلي یونس قاضي زاده، او د مدیره هیت غړیو هر یو خان جان الکوزي او آذرخش حافظي د جمعې په ورځ د هرات والي ښاغلي سید عبدالوحید قتالي سره لیدنه وکړه او ورڅخه يې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ غوښتنه وکړه.

د هرات والي د سوداګرۍ او صنعت وزیر، د اتاق عمومي ریس او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ویل تر څنګ وویل "ّپه هرات ولایت کې له نیکه مرغه سوداګریزې او اقتصادي وړتیاوې شتون لري او د نوو هوايې دهلیزونو جوړول به د هیواد په صادراتو کې د پام وړ زیاتوالې راولي.

نوموړي هیله څرګنده کړه، چې د سوداګرۍ او صنعت وزارت د همکارۍ او ملاتړ په پایله کې به د هرات ولایت زعفران د سیمې او نړۍ بازارونو ته لار پیداکړي.

ښاغلي توکل احمدیار د شتو سوداګریزو فرصتونو یادولو تر څنګ زیاته کړه چې که چیرې حکومت سوداګرو او پانګه اچوونکو ته لازمې آسانتیاوې برابرې کړي او ستونزو ته يې د پای ټکې کیږدي، نو سوداګر او پانګه اچوونکي به په هیواد کې پانګه اچوونه وکړي.

ښاغلي نثار احمد فیضي غوریاني د ځینو هیوادونو سره د تفاهملیکونو لاسلیکول، په نږدې راتلونکې کې د سوداګریزو چارو د پراختیا سبب وباله او شته اداري فساد سره د جدي مبارزې او د هیواد په ګمرکونو کې د عوایدو او محصول د له لاسه ورکونې د مخنیوې غوښتنه يې وکړه.