خصوصي سکتور د اوبلن ګاز سنجولو په موخه د نورم او سټنډرډ ملي ادارې او د TCRC شرکت ترمنځ تړون باندې نیوکه وکړه

د خصوصي سکتور په ځانګړې توګه د اوبلن ګاز واردوونکو د شکایتونو پر بنسټ، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د اوبلن ګاز سنجولو په موخه د نورم او سټنډرډ ملي ادارې او د TCRC شرکت ترمنځ تړون وغنده او او د لغو کولو غوښتنه يې وکړه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره هیت غړي او د افغان پټرول ګروپ شرکت ریس ښاغلي محمد داود یوسفزي د حکومت دا کړنه چې د اوبلن ګاز د سنجولو تړون يې د TCRC شرکت سره کړی دی، د اوبلن ګاز د واردوونکو ترمنځ د ناسالمې سیالۍ د رامنځته کیدو سبب وګاڼه او زیاته يې کړه چې د ځینو شرکتونو له خوا د بې کیفیته تیلو واردول د هیواد په زیان تمامیږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامه اړیکو ریس ښاغلي امین بابک د اوبلن ګاز واردوونکو د کتبي شکایتونو او نورو اسنادو ښودلو تر څنګ وویل "د افغانستان جمهور ریس محمد اشرف غني تیر کال د TCRC شرکت د غولونې او د لازمو امکاناتو نه لرلو له امله څارنوالۍ ته معرفي کړی وه، خو له بده مرغه نن د هیواد په بندرونو کې د اوبلن کاز ټسټ او سنجول د همدې شرکت په واسطه سرته رسیږي چې سوداګر او خصوصي سکتور يې د ډیرو ننګونو سره مخ کړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د TCRC شرکت له خوا د في ټن اوبلن ګاز ټسټ کولو بیه کې ۳ امریکايې ډالره زیاتوالې راغلې دی، چې له امله يې هره ورځ ۲ میلیونه امریکايې ډالره د TCRC شرکت شخصي جیب ته ورځې او په عین وخت کې د اوبلن ګاز د بیو د لوړیدا سبب ګرځیدو تر څنګ خلک د بې شمیره ستونزو سره مخامخ کوي.

ښاغلي بابک زیاته کړه "د تیلو او اوبلن ګاز د ټسټ کولو له لارې لاسته راتلونکي عایدات باید د هیواد خزانې ته اضافه کړی شي چې تر ټولو ښه لاره يې د نورم او سټنډرډ ادارې له خوا د اوبلن ګاز ټسټ کول دي او دا کړنه به له بل پلوه د ناسالمو سیالیو د مخنیوې سبب هم شي."

نوموړي د خپلو خبرو په اوږدو کې وویل "د اوبلن ګاز ټسټ کول د داسې کسانو له خوا تر سره کیږي چې د TCRC شرکت شریکان او د اوبلن ګاز واردوونکي دي. برسیره پردې، سوداګر او د اوبلن ګاز واردوونکي وايې چې که چیرې حکومت د TCRC شرکت سره دا تړون لغو نه کړي، دوی به د اوبلن ګاز واردول بند کړي."

په دی خبري غونډه کې، سوداګرو او د اوبلن ګاز واردوونکو د رامنځته شوې پدیدې په اړه خپلې اندیښنې څرګندې او زیاته يې کړه چې د TCRC شرکت د کم ظرفیت او غیر مسلکي کارکوونکو لرونکې دی چې د ټسټ په برخه کې د زیاتو تیروتنو او د هیواد څخه د پانګې د وتو سبب ګرځي.