د شرکت په کچه د کوید-۱۹ کاري ځواک تنظیم کولو لارښوونې

د شرکت په کچه د کوید-۱۹ کاري ځواک تنظیم کولو لارښوونې

موخه

دکار نړیوال سازمان (ILO) د کوویډ-۱۹ په جریان کي د خوندي او تنظیم شوی بیرته راستنیدود هڅو ملاتړ کوی، ILO وړاندیز کوی چی کارګمارونکی باید د کووید-۱۹ کاری ځواک رامنځته کړی چی د کووید-۱۹ د پلان د پراختیا او پلی کولو مسولیت ولری.

د کوویډ-۱۹  پلان حدف دا دی چۍ د سوداګرۍ  بخش ته خبر ورکړی چي څنګه د کوویډ-۱۹ لخوا واکسین ته د لاسرسي په نه شتون کي اغیزمن شوی عملیات له سره پیل شی، دا پلان به د هر تشبث شرایطواو د سمدستی، منځنی او اوږود مهاله پلی کیدولپار به عمل پری کیږی، دا به د هغو طبیعی اندیښنو په مسله کي چی د کارګمارونکو او کارکونکو تر منځ مشوری او همکارۍ  زیاد کري.

دا لاندی هغه عمومي لارښوونی دی چی د کار نړیوال سازمان (ILO)لخوا تنظیم شوی دی، د نورو مشخصاتو لپار مهربای وکړیٔ لاندی سند ډاونلوډ کړیٔ، یا لاړ شی لاندی لینک ته.

https://www.ilo.org/newdelhi/whatwedo/publications/WCMS_742334/lang--en/index.htm

یادونه: دا لارښوونی  د بندیز وروسته مرحلی لپاره د لارښود چمتو کول  دی په کوم کي چی د کارځایونه  په ورو ورو د واکسین  په نشتوالیي  کی  خپلو عملیاتو ته بیرته راشی، دا لارښود کارته د خوندی، سوله ایزاو جوړښت لرونکي راستنیدو لپاره د کار نړیوال سازمان (ILO) ژمنی تقویه کوی  ترڅو سالم  کار ته وده ورکړی او په کار کی بنسټیزو اصولو او حقوقو ته درناوی وشی.

څوک باید په دی کاری ځواک کی شامل وی

کله چې کاری ځواک را منځته کیږی، د کار نړیوال سازمان (ILO) وړاندیز کوی چې مساوی استازیتوب په پام کی ونیول شی، لکه د ورته شمیر نمایند ګانوڅخه  د مدیریت نه او همدا رنګه د کارګرانوڅخه، نور ټکی په لاندی لارښوونو کی ورکړل شوی دی:

د مدیریت نمایندګان باید شامل وی د:

  • لوړ مدیریت
  • د بشري سرچینو مدیر
  • د تولید مدیر
  • او بل هر هغه څوک د مدیریت نه

د کارکونکو نمایندګان باید:

  • د کاری اتحادی لخو پیژندل شوی وی که یو شخص وی.
  • د اتحادیې په نه شتون کې د کارګرانو نماینده ګان باید په اتفاق د بیلابیلو واحدونو، څانګو او ریاستونو څخه ونومول شی او تصویب شی، دسوداګری د اتحادې نمایندګانو په نشتون کې، چیری چی تصدی د کارځای د همکاری کمیټه یا د خوندیتوب کمیټه لری، نو په  ورته کمیټه کی د کار نمایند ګان هم ممکن د کوویډ-۱۹ کاری ځواک په توګه کاروکی.

د کاری ځواک اداری ناسته

د کاری ځواک ناسته باید دعالی مدیریت د یوه استازی په مشرې ترسره شی ترجیح ورکړل شی چی دا استازی د مدیریت ریٔس یا اجرایوی ریٔس وی، هغه پریکړه چی د ناستی په پای کی ترلاسه کیږی باید دقیقه وار ثبت شی.

د سوداګری په سطحه د کوویډ-۱۹ کاری ځواک پلان اجزاوی:

کله چی دپلان مسوده چمتو کوی اړینه ده چی د تشبث ځانګړي شرایط او ډول ته هم پام وکړی، د کاری ځواک پلان باید لاندی اعمال وپیژنی.

  • سمدلاسه پلی کول
  • منځنی پلی کول
  • د اوږدی مودی پلی کول

دکار نړیوال سازمان وړاندیزکوی چی د  ILO پلان نه باخبر شی "د کوویډ- ۱۹په جریان کې ستاسود کاري ځواک اداره کولو په اړه د کار ګمارونکي لارښود،" ته پام وکړی او کوم چی تاسوکولی شی د لاندی لینک نه یی ډاونلوډ یا ورته لاسرسی وکی. https://www.ilo.org/actemp/publications/WCMS_740212/lang--en/index.htm.

دا لارښود د کارمندانو د فعالیتونو لپاره د کار نړیوال سازمان (ILO) لخو رامنځته شوی چی د کار ګمارونکو او سوداګرۍ غریتوب سازمانونو(ILO-ACT/EMP) لپاره د عمومی مرجع په توګه معریفی شوی.

دکار نړیوال سازمان  (ILO)وړاندیز کوي چې په پلان کې باید لاندی ټکی شامل وی:

1. د عملیاتو بیا پیل کولولپار لاندي شرایطو ته اړتیا ده:

  • هغه ترتیب چې پکی کارګران خپل کارته بیرته په منظم شکل ستانه شی.
  • اړین عملیات چې د لمړیتوب په توګه به بیا پیل شی.
  • هغه عملیات چی لمړۍ توب یی کم دی ممکن وروسته پیل شي.

2. د خوندی کارځای تضمین کول چې د نوروټکو څخه علاوه لاندی مسلی باید په پام کی ونیول شی:

  • دخوندیتوب او روغتیا د ډاډ ترلاسه کولو لپاره حرفوی تدابیر.
  • د فیزیکی او ټولنیز واټن ځخه ډاډ ترلاسه کول.
  • مناسب کاری تنظیمات.
  • د روغتیایی شرایطو لاندی کار کونکو پیژندنه او هغه څوک چی د دوی د روغتیا ساتنې لپاره ځانګړی خوندیتوب ته اړتیا لری.
  • د کارکونکو سره د مرستی لپاره اقدامات ممکن چی ناروغه شی.
  • د عاجل پلان پلاره اچول که چیری د کوویډ-۱۹ نوي قضی په ثبت ورسږی، او د هغه کارمندانو تعقیب کوم چی د اخته شوی کارمندانو سره اریکی لري، او د یوی منظمی تګ لاری چمتو کول چی مهمو عملیاتو ته لاره پرانیځی او چمتو الی حتا که بیا بندیدویا قرنتین ته اړتیاوی.

3. د ساختماني او صنعتی اړیکو له لارې د محصولاتو هڅول چې لاندې مسلو ته پاملرنه وشی.

  • د اقداماتو اندازه کول د عمل له لاری لکه د کاری ساعتونو کمول.
  • د شکایتونو ګړندی، روښانه او عادلانه حل په ګوته کولو تګلاره یا میکانیزم.
  • د لنډ مهاله قراردادی کارکرانو د محافظت لپاره اقدامات.