د ننګرهار او لغمان ولایتي اتاقونو څخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مسؤلینو لیدنه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره هیت مالي ریس ښاغلي شیرین آغا سخي، ، د اتاق عامل ریس ښاغلي سید زمان هاشمي او ورسره پلاوي د پنجشنبه په ورځ د لیندۍ په ۲۰مه د ننګرهار او لغمان ولایتي اتاقونو مسؤلینو سره کاري غونډې وکړی.

د مرکزي اتاق پلاوي د لغمان ولایتي اتاق د مشرتابه سره د لیدنې په ترڅ کې ددی اتاق د کارونو د ښه والي او شتو ستونزو په اړه خبری وکړی.

د لغمان ولایتي اتاق د مدیره هیت ریس ښاغلي قدرت الله رحیم مرکزي اتاق ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ، روان کال کې د لغمان ولایتي اتاق د فعالیتونو په اړه په تفصیلي ډول خبری وکړی.

د نوموړي اتاق عامل مدیر ښاغلي خان محمد نیک بین د لغمان ولایتي اتاق د هرې برخې کاري وړتیاو په اړه په مفصل ډول خبری وکړی.

د مرکزي اتاق عامل ریس ښاغلي سید زمان هاشمي په ډیره لنډه موده کې د لغمان ولایتي اتاق د فعالیتونو او لاسته راوړنو ستایلو تر څنګ، د ولایتي اتاقونو د وړتیا لوړونې په موخه د هر ډول همکاریو مرسته وکړه.

د مرکزي اتاق پلاوي د ننګرهار ولایتي اتاق څخه د لیدنې تر څنګ، د نوموړي اتاق کړنې او لاسته راوړنې و ارزولې او د مسؤلینو د وړاندیزونو په پوره کولو په برخه کې يې د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.

ښاغلي هاشمي د ولایتي اتاقونو د وړتیا لوړونې په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د ځینو پراختیايې پروژو د یادولو تر څنګ وویل چې د کرونا ویروس له امله ددی پروژو په تطبیق کې د ځنډ رامنځته شوی، خو مرکزي اتاق په پام کې لري چې په دی برخه کې ژر تر ژره عملي ګامونه پورته کړي.

د ننګرهار ولایتي اتاق د مالي امورو آمر ښاغلي محمد اسماعیل رودوال او د نوموړي اتاق د اجرایوي آمریت سرپرست ددی اتاق د لا ښه والي په موخه خپل وړاندیزونه د مرکزي اتاق محترم پلاوي ته وړاندی کړل او د مرکزي اتاق پلاوي هم د دوی د ستونزو د له منځه وړلو او وړاندیزونو د پوره کولو په برخه کې د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه.