د افغانستان – پاکستان پنځمه کړه ایزه ناسته په اسلام آباد کې جوړه شوه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره هیت پانګونې مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي، د اتاق د مدیره هیت غړي ښاغلي خان جان الکوزي، د اتاقونو د فدراسیون مرستیال او د ننګرهار د صنایعو او معدنونو اتاق ریس ښاغلي تور ملنګ شګیوال، د سوداګرۍ او صنایع پخواني معین ښاغلي مزمل شینواري، د افغانستان د ښځو اتاق مرستیالې آغلې پرورش اوریاخیل، په اسلام آباد کې د افغانستان د سوداګرۍ استازې آغلې ثمینه ودیر، په اسلام آباد کې د افغان سفارت اقتصادي امورو مسؤل ښاغلي بهرام محمدي، او د هیواد یو شمیر سوداګرو په اسلام آباد کې د افغانستان – پاکستان ګډ اتاق جوړې شوې پنځمې کړه ایزې ناستې کې ګډون وکړ.

د پاکستان حکومت له خوا د وزارتونو سکتوري ریسانو، پاکستاني ګمرکونو مرکزي ادارې، د تورخم او کراچۍ بندرونو مسؤلینو، د پاکستاني پارلمان او مرکزي بانک استازي، او د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو او ښځو اتاقونو استازیو هم په پورته ناسته کې ګډون درلود.

په یاده غونډه کې، د افغانستان او پاکستان د خصوصي سکتورونو استازیو په تورخم او غلام خان بندرونو کې د شتو سوداګریزو او ټرانزیټي ستونزو او د (اپتا) په تړون کې د بدلونونو او همکاریو په اړه خبرې اترې وکړی. بر سیره پردې، په پاکستاني بانکونو کې د افغان سوداګرو بانکي ستونزو، د پیسو د انتقال ستونزو، په پورته نوموړو بندرونو کې د افغان مسافرو د تیریدو ستونزو، د پاکستان په خاوره کې د کرونا ویروس پر مهال د افغان سوداګرو د مالونو د توقف او دیمرج په اړه، پاکستان هیواد ته د افغان محصولاتو په صاداراتو کې ستونزو، په بندري امورو کې د مختلفو پاکستاني ادارو لاس وهنې، د ګډ اتاق په مدیره هیت کې د ښځو د اتاق د استازې ګمارنې، د دواړو هیوادونو د ښځو اتاقونو د اړیکو د لا ښه والي، او یو لړ نورو فني ستونزو په اړه خبرې وشوې.

د افغانستان د خصوصي سکتور مشرتابه د پاکستان حکومت او خصوصي سکتور له مشرتابه سره د پرله پسې بحثونو وروسته، د پاکستان حکومتي ادارو مسؤلینو ژمنه وکړه، چې یادې ستونزې به د حکومت له مشرتابه سره شریکې کړي او د افغانستان – پاکستان ګډ اتاق ته به د خپل حکومت د عملي کړنو مالومات ورکړي.