په تورخم کې د شتو سوداګریزو او ټرانزیټي ستونزو د له منځه وړلو په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګه اچونې اتاق مدیره پلاوي سفر ننګرهار ولایت ته

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګه اچونې اتاق د پانګه اچونې مرستیال ښاغلې سلطان محمد صافي او مدیره هیت غړیو هر یو خان جان الکوزي او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده په ننګرهار ولایت کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګه اچونې اتاق د مسؤلینو او د ننګرهار د والي ښاغلي ضیاءالحق امرخیل سره په تورخم کې د شتو ننګونو په اړه خبری اتری وکړی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګه اچونې اتاق مدیره پلاوي د هیواد په ګمرکونو کې په ځانګړې توګه د تورخم په بندر کې د سوداګریزو توکو بی موجبه ځنډیل یوه ستره ستونزه یاده کړه او د له منځه وړلو لپاره يې د منظمو کړنلارو د عملي کولو غوښتنه وکړه.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګه اچونې اتاق سیمه ایزو مسؤلینو په پاکستان کې د افغان سوداګرو د سوداګریزو مالونو بی موجبه ځنډیل او د تورخم په بندر کې بډې اخستنه د سترو ننګونو او ستونزو په توګه په ګوته کړی او د افغانستان او پاکستان له حکومتونو څخه يې وغوښتل چې ددی ستونزو د له منځه وړلو په موخه بیړني ګامونه پورته کړي.

د ننګرهار والي ښاغلې ضیاءالحق امرخیل تورخم بندر کې د افغان سوداګرو ستونزې مني او وايې چې د له منځه وړلو لپاره يې عملي ګامونه پورته کړي دي.