د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د افغان-پاک ګډ اتاق د عمومي ریس سره لیدنه

په واګه بندر کې د افغان سوداګرو د ستونزو د له منځه وړلو او لازمو آسانتیاو رامنځته کولو په موخه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د افغان-پاک ګډ اتاق له مشرتابه سره د لیندۍ په پنځمه لیدنه وکړه.

په دی غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د دارالانشاء ریس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د مدیره هیت غړيو هر یو خان جان الکوزي او آذرخش حافظي او د اتاق عامل ریس ښاغلي سید زمان هاشمي ګډون او خبری وکړی.

ښاغلي مهمند وویل "په وروستیو څو کلونو کې په سوداګریز ډګر کې د افغان-پاک ګډ اتاق هڅې د ستایلو وړ دي. او ددواړو هیوادونو د سیاسي مشرانو سفرونه د داوړو هیوادونو د وګړیو ترمنځ د لازیات باور او په سوداګریز ډګر کې د لازیاتو آسانتیاو د رامنځته کیدا سبب شوي دي."

ښاغلي خان جان الکوزي وویل"د تیرو کلونو په نسبت پاکستان ته د صادراتو او وارداتو کچه زیاته شوی ده خو بیا هم افغان سوداګر د یو لړ ستونزو او مشکلاتو سره لاس او ګریوان دي."

ښاغلي آذرخش حافظي د دواړو هیوادونو د سوداګرۍ د لاپیاوړتیا لپاره د پانګه اچوونې د یوې ګډې کمیټې د جوړیدا غوښتنه وکړه او زیاته يې کړه چې افغانستان د طبیعي سرچینو له پلوه یو غني هیواد دی او باید چې پاملرنه ورته وشي.

ښاغلي هاشمي دا ډول ناستې د سوداګریزو راکړو ورکړو او په دی لاره کې د شتو ننګونو د له منځه وړلو لپاره اړینې وبللې.

د افغان-پاک ګډ اتاق عمومي ریس ښاغلي زبیرمتی والا وویل"په افغانستان کې د امنیت نه شتون، د عدم پانګه اچوونې اصلي لامل دی. د سولې او امنیت په راتلو سره به افغانستان د بهرنیو پانګه اچوونکو کور جوړ شي او د افغانانو په ژوند کې به مثبت بدلونونه رامنځته شي."

نوموړي د سیمه ایزې سواداګرۍ د لاپیاوړتیا لپاره د افغانستان رول ډیر اړین وباله او زیاته يې کړه چی د افغانستان تازه میوې د نړۍ په بازارونو کې سیال نه لري او باید بهر ته د صادرولو زمینه ورته برابره شي.