د افغان ملي بیمې شرکت له خوا افغان سوداګرو ته د بیموي خدماتو پیژندنه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د تخنیک او پالیسۍ مرستیال ښاغلي شفیق الله عطايي په هغه غونډه کې چې د افغان ملي بیمې شرکت له خوا د بیموي خدماتو د معرفي کولو په موخه جوړه شوی وه، داسې وویل "بیموي خدمتونه د اقتصاد په وده او نمو کې مثبت رول لري." نوموړي د افغان سوداګرو په ځانګړي توګه د هغو شرکتونو څخه چې د اتاق غړیتوب لري، وغوښتل چې په هیواد کې د شته بیموي خدمتونو څخه ګټه پورته کړي، تر څو له یوې خوا د هیواد اقتصاد پیاوړې او له بلې خوا د دوی فعالیتونه د زیات باور څخه برخمن شي.

د افغان ملي بیمې شرکت استازي ښاغلي شاه محمد احمدزي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق څخه د مننې تر څنګ وویل "د افغان ملي بیمې شرکت اساسي موخه د هیواد سوداګریزو شرکتونو او سوداګرو ته د بیموي خدماتو وړاندی کول دي. ښاغلي احمدزي زیاته کړه د افغان ملي بیمې شرکت ۱۷ ډوله مختلف بیموي خدمتونه چې روغتیايي، سفري او زیربنايي پکې شامل دي، وړاندی کوي."