د افغانستان او پاکستان د ټرانزیټ په اړه د توافق او همغږۍ اوومه غونډه په کابل کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د غړیو په ګډون جوړه شوه

په دغه غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست ښاغلي نثار احمد غوریاني، د پاکستان د سوداګرۍ وزیر رزاق داوود، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال ښاغلي یونس مهمند، د هیت مدیره غړي خان جان الکوزي، د ولسي جرګې غړو او د خصوصي سکتور فعالینو ګډون درلود.

ښاغلي رزاق داوود وویل "پاکستان د افغانستان سره د ښو سوداګریزو او ټرانزیټو اړیکو غوښتونکې دی، او په اسلام آباد او کابل کې زموږ لیدنو سوداګریزو راکړو ورکړو ته لار هوار کړی ده."

په پای کې داوړو لوریو د دوه اړخیزو بانکي، ګمرکي، ټرانزیټي او سوداګریزو ستونزو په اړه خبری وکړی او پریکړه وشوه، چې د توافق او همغږۍ اتمه غونډه به په اسلام آباد کې جوړه او دا توافق به نهایي کیږي.