د تلپاتې سولې او امنیت راوستو په اړه په جوړه شوی نهمه غونډه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل ریس ښاغلي سید زمان هاشمي ګډون او ویناوالي

د هرات ولایت استرتیژیکو مطالعاتو انسټیټوټ له خوا د تلپاتې سولې او امنیت راوستو په اړه په جوړه شوی غونډه کې د ملي مصالحې شورا ریس ښاغلي عبدالله عبدالله، د سوداګرۍ وزارت نامزد وزیر ښاغلي نثار احمد فیضي غوریاني، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل ریس ښاغلي سید زمان هاشمي، د ولسي جرګې استازیو او یو شمیر سیاسي رهبرانو د سولې، امنیتي ننګونو او اقتصادي پیاوړتیا په اړه خبرې وکړی.

ښاغلي هاشمي په هیواد کې د شتو ښو اقتصادي فرصتونو او ننګونو په اړه د خبرو کولو تر څنګ ټینګار وکړ، چې د اقتصادي اتکا او بسیاتوب دپاره باید په هیواد کې د شته طبیعي سرچینو څخه ګټه پورته کړی شي.

حکومت باید د اساسي قانون پر بنسټ د خصوصي سکتور ملاتړ، هڅونه او خوندیتوب تضمین کړي.

ښاغلي هاشمي د هیواد بشري ځواک ته د اشارې کولو تر څنګ د حکومت څخه وغوښتل چې د هیواد لوستو ځوانانو لپاره دی کاري فرصتونه پیداکړي تر څو هیواد مو له اقتصادي اتکا څخه خلاص او اقتصادي بسیاتوب ته ورسیږي.

دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوه، چې په هیواد کې نا امني د کمې پانګونې او اقتصادي زوړتیا ستر لامل ګڼل کیږي.