د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل ریس ښاغلي سید زمان هاشمي د هرات اتاق د مشرتابه سره لیدنه وکړه

ښاغلي هاشمي د هرات اتاق څخه د لیدنې په ترڅ کې د هرات اتاق د مشرتابه د کړنو ستاینه وکړه او زیاته يې کړه، چې د هرات اتاق د نورو اتاقونو لپاره یو ښه مثال دی.

د هرات ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق ریس ښاغلي یونس قاضي زاده د هرات اتاق د کړنو او لاسته راوړنو په اړه خبری اتری وکړی.

په پای کې ښاغلي هاشمي د هرات اتاق سره د مرستو کولو او لا زیاتو آسانتیاو د برابرولو ژمنه وکړه.