کوید-۱۹ څنګه خپریږي

د عامی روغتیا وزارت او د ناروغیو کنټرول لپاره مرکزونه په نظر، کوید-۱۹ په عمده توګه له یو کس څخه بل ته خپریږي او حتی د هغه خلکو لخوا چی هیڅ نښې نه ښیې خپریدی شي د لاندی لارو له لارې:
•    مستقیم لار: کله چې خلک له یو بل سره نږدې اړیکه ولري (په یو متر کې)، دا ویروس د اخته شوی ناروغ د توخی، چنه، یا خبرو له لاری په هوا کې خوشی کیداې شی. او بیا د نږدی کس خولی یا پوزې ته رسیدلی شي یا سږو ته تنفس شي.
•    غیر مستقیم لار: یو شخص ممکن د سطح یا څیز سره په واسطه ویروس ترلاسه کړي چی په دې ناروغۍ اخته شوی دی او بیا د خپلی خولې، پوزې یا سترګې ته لاس واچوي.

څنګه کولائ شو چی د کوید-۱۹ او نورمال انفلونزا ترمنځ توپیر وکرو
د عامې روغتیا له مخې، لاندې نښې او علایم د کوید-۱۹ او نورمال انفلونزا ترمنځ د توپیر څرنګوالي لپاره شتون لري.

د عام انفلونزا نښې او علایم

د کوید-۱۹ نښې او علایم

نورمال سرخوږی

د سر درد

نورمال تبه

لوړه تبه

پزې بندښت او بهیدونی

د پزې هیڅ کوم بندښت او بهیدونی نلری

دوامداره چنه اچونه

معمولی چنه اچونه

د ستوني درد

د ستوني درد نشته

د بدن نورمال  ټکان

د بدن کلک ټکان

د عضلاتو نورمال درد

د عضلاتو شدید درد

ټوخی د بلغم وچ ټوخې