وراندیز شوي لارښوونې د کار ګمارونکو لپاره

•    هغه کسان چی ناروغ دي یا ښه احساس نه کوی (په ځانګري توګه د تنفسي مشکل) وهڅوئ چی کور کی پاتې شی او د کار ځای تع لاړ نشي.
•    د لاس مینځل/ د روغتیا ساتنې اسانتیاوې، د کار ځای کی روان اوبو او صابون سره بشپړ، شتون ولري او ډاډ ترلاسه کړی چی ټول اشخاص د ننوتو دمخه دوی وکاروی. د صابون مایع ممکن د صابون بار څخه ښه وي ځکه چې ډیری لاسونه د صابون بار سره په اړیکه کی راځي.
•    کارمندانو وهڅوئ چی در کار ځای ته د رسیدو سره سم خپل لاسونه لږترلږه ۲۰ ثانیو لپاره د صابون او تودو اوبو سره ومینځئ او همدارنګه د ورځ په جریان کې. کاغذی دسمال یا یو پاکه ټوکر د هرکارګر لپاره چمتو کړئ چی یوازې کارګران یې وکاروي. که د ټوکړی دسمالونه کاروی، هری ورځي ووینځئ ترڅو د میکروبونو او احتمالی ناروغي څخه مخنیوی وشي.
•    د ضد عفوني کوونکې مایع چمتو کړی که چیرې صابون او اوبه شتون ونلري، خلک د ضد عفونی کوونکی مایع چی پکې لږترلږه ۶۰٪ الکول موجود وی لاسرسې ولري.
•    په منظم دول کوم سطوح چی خلک په مکرر ډول لمس کوي پاک او ضد عفوني کړی.
•    ډاډ ترلاسه کړئ چې ګډې سیمی لکه تشنابونه، پخلنځی او دهلیزونه هوا کښ ولری او خلاص وی.
•    د هر چا څخه غوښتنه وکړئ څوک چې د کار ځای ته ننوځي ماسک وواغوندی او د دوی خوله او پوزه دواړه پوښه کري. څوک چی ماسک نلري د هغه لپاره اضافی چمتو کړئ. ډاډ ترلاسه کړی چی هرچا خپل ماسک ځان سره ولری ترسوهیڅ ککړتیا پیښ نشی.
•    غټ غونډونه محدود کړی.
•    لږترلږه یو متر ټولنیز واټن وساتی. ډاډ ترلاسه کړئ چې کارمندان ناست او/یا ولار لږترلږه یو متر لېری ودريږي. که اړتیا وه، د کار ځایونه تنظیم کړئ. که ځای لږ وي، بیا هره بله ورځ کارمندانو ته پام وکړئ (یا نور وقفې) هر څومره چی د کار ځای ژور پاک وي او هر ماښام یا سهار وختی پاک شی ترڅو د میکربونو له شریکولو څخه مخنیوی وشی.
•    هر څه وځنډوئ چې له امله يې کارمندان په یو ځای کې راټول شوي چیرې چې دوی به یو بل ته نږدې موقعیت ولري تر هغې پورې چې د ناروغیو خپریدل ختمه نه وی. که دا امکان نلري، بیا هڅه وکړئ چې فعالیت په بهر کې وساتئ او د لنډی مودې لپاره دوام ولرئ.
•    اتاقونه او دفترونه باید ښه هواکښ ولري او، که امکان وی، د کارمندانو تر منځ لږترلږه یو متر واټن وي.
•    په آزاده هوا کې د پیرودونکو لپاره د انتظار ساحه چمتو کړئ او هڅه وکړی چې یو بل څخه یو متره لرې واوسئ. په یو وخت کې او په یو ځای کې د پیرودونکو لوی شمیر منلو څخه مخنیوی وکړئ او هڅه وکړئ چې پیرودونکي په مختلفو څانګو وویشئ او دوی لري وساتئ.
•    له خپلو کارمندانو څخه راپور وغواړئ چې ایا د کورنئ ناروغه غړی کوید-۱۹ او انفلونزا لری. یو حاضری وساتی.
•    که ستاسو یو کارګرپه تیرو ۱۴ ورځو کې د کوید-۱۹ ناروغئ سره اخته شوی وی ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو د ټولو کارګرانو ماسټر حاضرلیست نوم، پته، د تلیفون شمیره، او/یا ایمل آدرسونه لرئ نو تاسو کولای شئ هفوی سره اړیکه ونیسئ په هغه وخت کی چې تاسو ورته اړتیا لرئ خبرې کړئ.
•    معلوم دی چی د زکام اونې راروان دی، کارګران وهڅوي چې د زکام واکسین ترلاسه کړي.
•    د امکان تر حده د سوداګرۍ سفر څخه مخنیوی وکړئ، په ځانګړي توګه هغه ولایتونو ته چې د کوید-۱۹ ناروغی موندل شوی دی.
•    هغه کارمندان چې د کوید-۱۹ مثبت ناروغ سره اړیکه درلودلی او نښې او علایم نلري، سوداګري باید داسی کارمندانو ته اجازه ورکړي چی د ۱۴ ورځو لپاره د کور په قرنطین کي پاتی شی او دفتر ته باید راپور ور نکړي.


1.    سړی باید څومره چې امکان ولري په جلا کوته کې وي او که دا امکان نلريَ لږترلږه د ۱-۳ مترو فاصله په کار ځای کې د ټولو سره ټول شرایط په پام کې ونیسئ.
2.    له هغه شیان چی نورو ورسره په تماس کی دی د امکان تر حده د لمس کولو څخه مخنیوی وکړئ لکه ورقونه، صابون، قابونه او لاس پاکونه.
3.    خپل لاسونه لږترلږه د ۲۰ ثانیو لپاره په صابون او تودو اوبو سره په هر نیم ساعت کې ومینځئ.
4.    خپله خوله او پوزه د ساه وهل او ټوخی کول په وخت کی د رومال یا تیشو سره پوښ کړئ.
5.    که تاسو در کوید-۱۹ نښې لرئ، ۱۶۶ شمیره ته زنګ ووهئ او لارښونې تعقیب کړی. د عمومي ځایونو لکه جوماتونو، بازارونو. روغتونونو او نورو ځایونو له تګ څخه مخنیوی وکړئ.


•    د عامې روغتیا وزارت او د عامی روغتیا وزارت چارواکي وړاندې شوې مشورې او لاښوونې تعقیب کړي. د تازه معلومات لپاره، د عامې روغتیا وزارت ویب پانې ته مراجعه وکړئ (MoPH.gov.af). د روغتیا وزرات لخوا چمتو شوی لارښود ( د مثال په توګه خپل لاسونه وینځئ، خپل سترګو او خوله لمس مه کړی، او نور.) د کارمندونو د لیدو لپاره په څرګند ساحو کې پوسټ شي.