د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل ریس د افغانستان لپاره د هندوستان نوي سفیر سره لیدنه وکړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل ریس ښاغلي سید زمان هاشمي د افغانستان لپاره د هندوستان د نوي سفیر ښاغلي رودریندرا تاندوی سره د لیدنې په ترڅ کې د سوداګریزو اړیکو په پراختیا او ګډو همکاریو خبرې اترې وکړی.

ښاغلي هاشمي په چابهار او واګه بندرونو کې د افغان سوداګرو شتو ستونزو ته د اشارې کولو تر څنګ له ښاغلي تاندوی څخه وغوښتل چې ددی ستونزو په له منځه وړلو کې خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي. ښاغلي هاشمي همدارنګه د افغان سوداګرو لپاره د ویزو ترلاسه کولو کې د لازیاتو آسانتیاو رامنځته کولو غوښتنه وکړه او د اتاق د نوي ډیټابیس او په آنلاین ډول د تصدیق پاڼو صادرونې په اړه يې مقابل پلاوي ته مالومات ورکړل.

د افغانستان لپاره د هندوستان نوي سفیر ښاغلي تاندوی د اتاق له عامل ریس ښاغلي هاشمي څخه وغوښتل چې د سوداګرو د ستونزو د له منځه وړلو لپاره خپلې طرحې د هندوستان سفارت ته ورولیږي او ژمنه يې وکړه چې د ویزو په ترلاسه کولو او بل هرډول ستونزو په له منځه وړلو کې به بشپړه همکاري کوي.