د اسلام قلعه بندر دویمه دروازه د هیواد د سوداګرو پر مخ پرانستل شوه

د جمهوري ریاست لومړي مرستیال د مستقیمو لارښوونو، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه د هڅو په پایله او د لویدیځ سوداګرو د غوښتنو په اساس د اسلام قلعه بندر دویمه دروازه د هیواد د سوداګرو پر مخ پرانستل شوه.

دغه ګام د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه، د هرات د اتاق مشرتابه او لویدیځ سوداګرو د لیدنې په پایله کې پورته کړی شو، چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د هیواد د سوداګرو یوه بنسټیزه غوښتنه وه.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه د دویمې دروازې خلاصیدل، د خصوصي سکتور او د افغانستان د حکومت لپاره یوه ښه لاسته راوړنه وګڼله او تر څنګ يې د جمهوري ریاست لمړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح څخه په دی اړه د هغوی د بې دریغه مرستو او همکاریو مننه او ستاینه وکړه.

ددی دروازې خلاصیدل به سوداګرو ته د ډیرو سهولتونو او بندري خدمتونو د رامنځته کولو تر څنګ د زرګونو سوداګریزو ګاډو د تلو راتلو سبب شي.