د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل ریس د افغانستان لپاره د بیلاروس سفیر سره لیدنه وکړه

د افغانستان د سوداګری او پانګونی اتاق عامل ریس ښاغلي سید زمان هاشمي د افغانستان لپاره د بیلاروس له سفیر ښاغلي اولیګ ایوانوف سره په کابل سرینا هوټل کې د لیدنې په ترڅ کې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د غښتلتیا او ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړی.

ښاغلي سید زمان هاشمي په ۲۰۱۷م کال کې د بیلاروس او افغانستان د سوداګریزو اتاقونو تر منځ لاسلیک شوي هوکړه لیک ته د اشاری کولو تر څنګ وویل"له بده مرغه تر دی دمه، ددی هوکړه لیک هیڅ یوه ماده عملي شوی نه ده. هیڅ ډول کنفرانس او یا هیڅ ډول ګډ نندارتون ترتیب شوی نه دی. او هیڅ ډول سوداګریز ارقام تبادله شوي نه وي." نوموړي د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د ګډو سوداګریزو کنفرانسونو او نندارتونونو ترتیبول او سوداګریز هوکړه لیکونه لاسلیکول اړین وبلل.

ښاغلي هاشمي د سوداګرو لپاره د ویزو ترلاسه کول او د افغانستان نه تر بیلاروس پورې ټرانسپورټي او ټرانزیټي ستونزې یوه بله ننګونه وبلله او ټیګار يې وکړ، چې د اړونده هیوادونو تر منځ دی ټرانسپورټي او ټرانزیټي دوه اړخیزه او څو اړخیزه توافقنامی لاسلیک شي.

ښاغلي اولیګ ایوانوف تیر کال د اپریل میاشتې د ګډ کمیسیون ناستې د یادولو تر څنګ وویل چې د ۲۰۲۱ کال د اپریل په میاشت کې به یوه بله ناسته د بیلاروس په مینسک ښار کې ترتیب کړي چې دولتي او د خصوصي سکتور استازي به پکې ګډون وکړي. نوموړي د اتاق عامل ریس او سوداګریز هیت ته په دی غونډه کې د ګډون کولو بلنه ورکړه تر څو په افغانستان کې د پانګه اچوونې او سوداګریزې پراختیا په اړه خبرې اترې وکړي. ښاغلي ایوانوف د ګډو سوداګریزو کنفرانسونو او نندارتونونو د ترتیبولو او د ویزې د ترلاسه کولو په برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.

د یادولو وړه ده، چې د افغانستان او بیلاروس تر منځ سوداګري یو میلیون او اتیازره امریکايې ډالره ګڼل شوی ده، چې ددی جملې څخه بیلاروس ته د صادراتو ارزښت ۸۰ زره امریکايې ډالره او د بیلاروس څخه د وارداتو ارزښت یو میلیون امریکايې ډالره ښودل شوی دی.