د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او عزیزي بانک تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او عزیزي بانک؛ د پنجشنبه په ورځ د لړم د میاشتې په اوله نیټه په کابل سټار هوټل کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې، چې ښاغلي توکل احمدیار د اتاق عمومي ریس، خیرالدین مایل احمدي د مدیره هیت سوداګریز مرسیتال، سید جاوید برهان د مدیره هیت د نړیوالو اړیکو ریس، خان جان الکوزی، آذرخش حافظي، محمد ګردیزی، او احمد ضیاء عظیمي شینوزاده د مدیره هیت غړيو، حامد حمیدي د نظار هیت ریس، د عزیزي بانک اجرايې ریس، د کابل د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او نړیوال سوداګریز اتاق ریسانو، د خصوصي بانکونو د انجمن ریس، او د هیواد یو شمیر سوداګرو او پانګه اچوونکو پکې ګډون درلود، کوچنیو، منځنیو او لویو متشبثینو ته په پور ورکونه کې د لا زیاتو آسانتیاو برابرولو په موخه، یو هوکړه لیک لاسلیک کړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل ریس ښاغلي سید زمان هاشمي د اتاق په اړه داسې وویل"مختلفو خدمتونو ته په کتو سره، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په افغانستان کې تر ټولو لویه او پخوانۍ اداره ده، چې په اقتصادي لوړتیا، اصلاحاتو او د صادراتو په زیاتونه کې يې اړین خدمتونه تر سره کړي دي."  نوموړي د هیواد د سوداګرو او پانګه اچوونکو د ستونزو د له منځه وړلو په موخه د اتاق د پرله پسې هڅو او د دولت، نړیوالو ادارو او د ټول هیواد د سوداګرو او پانګه اچوونکو سره د لیدنو یادونه وکړه.

ښاغلي هاشمي وویل، چې د خصوصي سکتور یوه بنسټیزه ننګونه مالي سرچینو ته عدم لاسرسې دی. نوموړي زیاته کړه، چې د نړیوال بانک د یوې سروی په اساس افغانستان د پور ورکونې له پلوه د نړۍ د هیوادونو په نوملړ کې ۱۰۴م ځای لري.

نوموړي زیاته کړه، چې د ګټې د نرخ زیاتوالې، د زمانت ستونزمن شرایط، او د بانکونو د پور ورکونې پیچلې کړنلاره د خصوصي سکتور لپاره یو سرخوږې او ستونزه ده او اتاق وړاندیز کوي چې په دی برخه کې دی آسانتیاوې رامنځته شي. او دا چې عزیزي بانک به ددی هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته خصوصي سکتور ته لا زیاتې آسانتیاوې رامنځته کوي.

ښاغلي محمد سالم امید د عزیزي بانک اجرايې ریس د پور ورکونې په برخه کې د آسانتیاو په اړه وویل "عزیزي بانک به ددی هوکړه لیک په اساس، نه یواځې د مرکز بلکه د هیواد ټولو سوداګرو او پانګه اچوونکو ته په لنډه مهاله پور ورکونه کې آسانتیاوې رامنځته کړي."

د مدیره هیت غړي ښاغلي آذرخش حافظي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او بانکدارۍ تر منځ ښو اړیکو ته د اشارې تر څنګ د حکومت څخه وغوښتل چې د اتاق د اړینو کړنو په نظر کې نیولو سره ددی ملي او پخوانۍ ادارې ملاتړ وکړي. نوموړي زیاته کړه، چې د زراعت، صنایع، او ساختمان انکشافي بانکونو له منځه وړل د هیواد اقتصاد ته یوه لویه ضربه ده. او وړاندیز يې وکړ چې د خصوصي بانکونو، مرکزي بانک، مالیې وزارت او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګه اچوونې اتاق له استازیو څخه یوه ګډه کمیټه دی جوړه کړی شي تر څو وکولی شي، چې د خصوصي سکتور ورځنۍ ستونزې وڅیړي او د له منځه وړلو لپاره يې هلې ځلې وکړي.

په دی غونډه کې د اتاق د تخنیکي مسؤل له خوا د غونډې ګډونوالو ته د اتاق معلوماتي پریزنتیشن وړاندی کړی شو او په پای کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او عزیزي بانک تر منځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو.