د نړیوالو اقتصادي همکاریو ادارې(ایکو) د سوداګرۍ او صنایعو اتاق ۲۷مه اجرایوي او ۱۸مه عمومي ناسته وشوه

د ایکو ادارې ښاغلي ریس، د ایکو د غړو هیوادونو د سوداګرۍ او پانګونې اتاقونو ریسانو او مرستیالانو په شتون کې د دوشنبه په ورځ د تلې د میاشتې په ۲۸مه نیټه د ایکو ادارې ۲۷مه اجرایوي او ۱۸مه عمومي غونډه د ویډیو کنفرانس له لاری ترسره شوه چې په ترڅ کې يې د ایکو ادارې د سوداګرۍ او صنایعو ریاست د افغانستان څخه ایران ته انتقال شو.

په دی غونډه کې ښاغلي آذرخش حافظي د سوداګرۍ او صنایعو اتاق ریس، سید جاوید برهان د مدیره هیت د نړیوالو اړیکو آمر او د ایکو د ادارې د عمومي اسامبلۍ غړې، نصیر احمد عرب د اتاق د مدیره هیت تخنیکي مرستیال، احمد ضیاء عظیمي شینوزاده د مدیره هیت غړی، لطف الله امیني د بامیانو د اتاق د مدیره هیت ریس، حمیرا کهزاد د ښځینه سوداګرو د کمیټې غړی، محمد احسان سخي د توریزم د کمیټې غړی، او امید غفورزي د اتاق د نړیوالو اړیکو آمر ګډون درلود.

په دی غونډه کې ښاغلي آذرخش حافظي د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو تر څنګ په سیمه ایزه کچه د خصوصي سکتور د ریسانو تر منځ د همغږۍ په ارزښت خبری وکړی او زیاته يې کړه چې د ویزې د صدور په برخه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کول کولای شي چې د سیمه ایزې اقتصادي پراختیا سبب شي. او موږ ټول باید د سیمه ایزی همغږۍ د پیاوړتیا په موخه هڅې وکړو.

ښاغلي سید جاوید برهان د سیمه ایزې همغږۍ او همکارۍ رول په خصوصي سکتور او د سوداګرۍ په لوړتیا کې اړین وباله او زیاته يې کړه، چې سیمه ایزه همغږي او همکاري د زیربناوو په جوړولو، د سوداګریزو توکو په سریع انتقال، په سیمه ایزه کچه د خصوصي سکتور ملاتړ، او د ویزې په صادرونه کې لازمې اسانتیاوې رامنځته کولی شي.

وروسته له دی، د ایکو غړو هیوادونو د ښاغلي سید جاوید برهان دوه کلنې هڅې وستایلې او ټولو ګډونوالو د سوداګریزو اسانتیاو، ټرانسپورټ، ښځینه تشبث، سوداګریز حکمیت، توریزم کوچنیو تشبثاتو، او ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو تر منځ د ایکو د ادارې په فعالیتونو خبری وکړی.

د لومړي ځل لپاره د ښاغلي سید جاوید برهان تر ریاست لاندی د ایکو اتاق ملي تخصصي کمیټې جوړی شوې.

د غونډې په پای کې، د ایکو ادارې د سوداګرۍ او صنایعو اتاق ریاست ښاغلي غلام حسین شافعي د اتاق د سوداګرۍ او صنایعو، معدن او کښت ریس ته انتقال شو او د ایکو د اتاق عمومي معاونیت د آذربایجان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق ته وسپارل شو.