د تیر(TIR) سیستم کې د ایران،افغانستان،تاجکستان او قرغیزستان ترمنځ د کتاي(KTAI) ځمکنی دهلیز پرانستل شو

د تیر (TIR) سیستم چوکاټ کې د کتاي (‏CORRIDOR‏ ‏KTAI) ایران، افغانستان،تاجکستان او قرغیزستان ترمنځ د جاده یي (واټ) د حمل او نقل دهلیز له لارې لومړنۍ ازمایښتي جوپه چې د روان کال د زمري په 6مه نېټه د ایران له دوغارون بندر د افغانستان په لور حرکت وکړ، د سکتوري ادارو سره  په همغږۍ د ګمرکي تشریفاتو پړاوونو طی کولو وروسته  د هرات ولایت والي، د هغه ولایت د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، د ځمکني ټرانسپورټ د تنظیم رییس، سیمه ایزو چارواکو،د ولایتي شورا استازو،مدني ټولنې او د یو شمیر سوداګرو په حضور کې سه شنبې ورځ د هرات پل پښتون کې پرانستل شو.


دغه تجارتي محموله کې په ټولیز ډول 6 کانټینرونه و چې 4 هغو کې ( پسته، وچ چای، چاکلیټ، مکروني، ‏بسکویټ او خمیرمایه) شامل دي جمهوري تاجکستان ته لیږدول کیږي او 2 نور کانټینرونه د (موټر ټایر) له دوبۍ بار شوي چې  قرغیزستان ته به انتقال شي.

د کتاي (KTAI) ځمکني دهلیز پرانستلو سره افغانستان د تیر (TIR) سیستم  لاندې یو نوی ټرانزیټي دهلیز پیدا کړ او له دې سره د دولت د عوایدو لوړېدل،د سیمې هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو پراختیا،کاري فرصتونه او اشتغال، د امنیت ټینګښت او د یو دوه هېوادونو پورې د ټرانزیټي احتیاج کمښت هغه موارد دی چې افغانستان به یې لاسته راوړي.

چهارشنبه، د زمري 8 مه 1399‏