د عامې روغتيا وزارت د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د تجارتي مرستيال خدمتونه وستايل

‏د هېواد د عامې روغتيا وزارت د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د تجارتي مرستيال او د «بشیر نوید گروپ» شرکت عمومي مشر ښاغلي خيرالدين مايل احمدي لخوا له عامې روغتيا وزارت سره د ښو اجتماعي او روغتيايي خدمتونو په ځانګړي ډول د بلخ ولايت عامې روغتيا رياست کې له لمر وړانګو مخنيوي په موخه د څپرو نصب کول وستايل.

هغه مراسم چې د بلخ ولايت د عامې روغتيا رياست کې جوړ شوي و، د عامې روغتيا وزارت سرپرست محترم احمد جواد عثماني د «بشیر نوید گروپ» شرکت ټولنيز او عامه خدمتونه وستايل او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تجارتي مرستيال او د «بشیر نوید گروپ» شرکت عمومي مشر ښاغلي خيرالدين مايل احمدي ته د ستاينليک په ورکولو سره يي د دغه شرکت کارونه وستايل.

چهار شنبه،د زمري 15مه 1399