د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي مشر د البیروني انستیتیوت او د منځنۍ اسیا پوهنتون (‏UCA‏) مسوولینو سره د ویډیو کنفرانس له لارې د کرونا ویروس له امله پېښ شویو زیانونو او د هغې اقتصادي اغیزو سره د مبارزې په تړاو خبرې وکړې

د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي مشر ښاغلي سید زمان  "هاشمي" د البیروني انستیتیوت له رییس ښاغلي نذیر "کبیري" او د دغه انستیتیوت له ستر محقق عمر"جویا" او د منځنۍ اسیا پوهنتون (‏UCA‏) له څیړونکو سره د کرونا ویروس پېښ کړو زیانونو او پر اقتصاد د دغه ویروس د بدو اغیزو په ځانګړې توګه د بې کارۍ کچې،اقتصادې ودې ته کمې توجه، د بېوزلۍ د کچې زیاتوالي شاخصونو او د حکومت اقتصادي برنامو په تړاو بحث او خبرې وکړې.


ښاغلي "هاشمي" د کرونا ویروس سره د مبارزې برخه کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تګلارې په ځانګړي ډول اړمنو او زیانمنو سره د خصوصي سکتور د پراخ کمک، د ښارونو په ضد عفوني کولو،د هېواد د ټرانزیټي دروازو په پرانست ساتلو او د متشبثینو او بېلابېلو صنفونو لپاره د مالیاتو کمښت کې حکومت سره همغږۍ کې د دې ادارې له وړاندې چمتو کړو تدابیرو یادونه وکړه او د هېواد اقتصادي ودې او د فقر کمولو کې خپل مشخص وړاندیزونه شریک کړل.

د البیروني انستیتیوت مسوولینو د دې ادارې له لوري د 1399 لمریز کال د لومړۍ نیمایي څېړنیز راپور موندنې چې د افغانستان اقتصادي وضعیت ،د تورم نرخ، د صادراتبو وضعیت،د دولت عوایدو،د بودجې کسر،د بې کارۍ میزان او همدا راز د کرونا د مهار پروژو په اړه یې تمرکز کړی و، له ګډونوالو سره شریک کړل.

دوشنبه، زمري 20 مه 1399‏‎