د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق تجارتي مرستیال د هېواد د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره ولېدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي په یوه دوستانه ناسته کې د ا. ا.ج د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست ښاغلي محمد حنیف "اتمر"  سره د افغان سوداګرو د شته ستونزو په حل بحث او تبادل نظر وکړ.



ښاغلي مایل احمدي په دغه ناسته کې په درېو موضوعګانو له جملې یې: د سارک غړو هېوادونو سوداګرو لپاره د یو کلنې یا تجارتي ویزې صدور چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او سارک اتاق معاونیت له لوري د سارک غړو هېوادونو ته معرفي کیږي، د سارک غړو هېوادونو لپاره افغانستان کې د صنعتي پارک جوړولو زمینې برابرول چې تر دې وړاندې د افغانستان د حکومت لخوا ژمنه شوې وه او همدا راز د هېواد لوی سوداګرو ته چې دولت ته سترې مالیه تحویل کوي د امتیاز په توګه د تجارتي پاسپورټ ورکړې په تړاو له ښاغلي "اتمر" سره خبرې وکړې او دغه برخه کې یې د بهرنیو چارو وزارت د همکاریو غوښتنه وکړه.

‏له دې سره ښاغلي "اتمر"  ژمنه وکړه چې د مطرح شویو موضوعاتو په ځانګړې توګه د هېواد سوداګرو لپاره د سارک یو کلنې ویزې او سوداګریز پاسپورټ برخو کې به لازمې همکارۍ ترسره کړي.

نوموړي د بهرنیو چارو وزارت کې مؤظف رییسانو ته لارښونه وکړه چې له اتاق سره په همغږۍ پر داسې کړنلارې کار وکړي چې په اساس یې د هېواد سترو سوداګرو ته ځانګړي امتیازات ورکړل شي. افغانستان کې د سارک سازمان غړو هېوادونو لپاره د صنعي پارک جوړېدو برخه کې ښاغلي "اتمر" ډاډ ورکړ چې له اړوندو وزارتونو سره په همغږۍ به هر اړخیزه همکاري وکړي.

د ناستو په دوام چې ورځ وړاندې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ښاغلي محمد حنیف "اتمر"  سره ترسره شوه،محترم "مایل احمدي" او د اتاق د عامل پلاوي مشر ښاغلي سید زمان هاشمي د دوشنبې ورځ د زمري په 20مه د دغه وزارت له اړوند رییسانو سره ملاقات وکړ د اتاق د سوداګریز مرستیال له لوري د عملي کړنلارې او مطرح شویو وړاندیزونو په تړاو یې بحث او تبادل نظر وکړ.

دوشنبه، 20 زمري 1399‏