‎ ‎د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او د صاحبي د مالي خدمتونو شرکت ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د افغانستان د سوداګری او پانګونی اتاق او د صاحبي د مالي خدمتونو شرکت (SFS) د مالي خدمتونو،د مالیاتي قوانینو تحلیل،د دولتي مالیاتي پالیسيو، پر خصوصي سکتور د دولت د مالیاتي پالیسیو اغیزو او مالیاتي شخړو د حل خدمتونو په موخه د همکاریو هوکړه لیک لاسلیک کړ.


دا هوکړه لیک ‎ ‎د افغانستان د سوداګری او پانګونی اتاق د عامل پلاوي رییس ښاغلي سید زمان "هاشمي" او د صاحبي د مالي خدماتو شرکت د عامل پلاوي د رییس ښاغلي آرش"صاحبي" لخوا لاسلیک شوه.
 
پنجشنبه زمري 23مه 1399‏