دا مديريت هېواد ته د اسعارو د راوړلو په برخه کې یو له کليدي مديريتونو څخه شمېرل کېږي. د دې مدیریت عمده فعالیتونه په لاندې ډول دی.

  • د صادراتی توکو د بیې ټاکل؛
  • د سوداګریز انوایس ثبت او صادرونه
  • له پانګونی مرکزونو او صادرونکو سره د دوامدارو مرستو له لارې د پانګونی وده او پراختیا؛
  • د صادراتی توکو د مبدا تصدیق پاڼو ((Certificate of Origin & Form A جوړونه او صادرونه؛
  • کورنیو او بهرنیو نندارتونونو ته د پانګونی او صادرونکو پېژندنه؛
  • اړوندو ادارو او بهرنیو شرکتونو ته د پانګونو او صادرونکو پېژندنه؛
  • اړوندو ادارو او بېلابېلو بهرنیو بنسټونو ته د هغوی د غوښتنو پر بنسټ د صادراتی شمېرو وړاندې کول؛
  • د هېواد په کچه صادرونکو او صنعتګرو د ستونزو راغونډول؛
  • د پانګونی پارکونو سروی کول او د هېواد په کچه د فعالو او غیر فعالو فابریکو پېژندنه؛

نو له همدې کبله، د هېواد د صادراتو په بهیر کې د اسانتیاوو د رامنځته کولو او په کورنیو او بهرینو ګمرکاتو کې د ستونزو د رامنځته کېدو څخه د مخنیوی لپاره، ټول درانه سوداګر دې ته هڅوی څو لاندې ذکر شوی سندونه چمتو کړی:

1-       د صادرونکی شرکت له فارم سره د صادراتی توکو د لست، چې د توکو بشپړ مالومات پکښې ذکر شوی وی، ضمیمه کول.

2-       سوداګریز انوایس ( بیجک )؛

3-       د صادراتی توکو د مبدا تصدیق پاڼه( Certificate of Origin & Form A)

4-       د کوالتی کنترول تصدیق پاڼه Quality Control؛

5-       ACCD او یا د ګمرکی محصول پېژندپاڼه؛

6-       د سوداګرۍ او صنایعو وزات د ترانزیت ریاست ترانزیت فارم؛

7-       له ځمکنی، بحری او هوایی چلندونو څخه بارنامه یا بل اف لندینګ او یا ایروبل.

د سرتفیکت آف اورجین او سوداګریز انوایس د تر لاسه کولو لپاره باید لاندې سندونو له ځانه سره ولرئ:

1- له اړوندو ادارو څخه د سوداګرۍ او پانګې اچونې جواز؛

2- د کرهنیزو محصولاتو، حیوانی محصولاتو، غالیو او لاسی صنایعو د صادرولو لپاره پکنګ لست او د صادرونکو سوداګرو غوښتنلیګ عنوانی د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونی اتاق ته اړتیا ده؛

3- د غیر انتیکو توکو د صادرولو لپاره د ملی موزیم ادارې اجازه لیک ته اړتیا ده؛

4- د معدنی ډبرو او نورو معدنی توکو د صادرولو لپاره، د کانونو وزارت اجازه لیک ته اړتیا ده؛

5-      د تولید نوشابو او نورو کورنیو تولیداتو د صادرولو لپاره، پکینګ لست او غوښتنلیک ته اړتیا ده؛

ټول یاد خدمتونه د هرات، کندهار، بلخ، ننګرهار، فراه، خوست، کنرها، کندز، اندخوی ولایتی اتاقونو او د کابل او شیرخان بندر ګمرکونو له لارې ترسره کېږی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونی اتاق لخوا درې ډوله سرتفکیت آف اورجین له هېواد څخه بهر ته صادرېږی.

1- سرتفیکیت آف اورجین (A فارم ): د نړیوال نرم او ستندرد سره سم او د GSP سیستم موخه، هغه هېوادنو چې (A) فارم یې منلی دی او د GSP په موخه یې ګمرکی اسانتیاوې برابرې کړی دی د آمان فدرال جمهوریت، یونان، ایرلند، ایتالیا، لوګزامبورګ، نیدرلند، بلغاریا، سویدن، سویزرلاند، د امریکی متحده ایالات، د اروپار اقتصادی ټولنه، بلجیم، دانمارک، فرانسه، استرالیا، کانادا، اتریش، فنلند، جاپان، نیوزیلند و ناروی هېوادونه دی. کله چې د افغانستان صادراتی توکی د (A) فارم تر نامه لاندې یادو هېوادونو ته صادر کړی شی په ګمرکی غوره توبونو کې شاملېږی. نور جزئیات د یاد فورم په شا کې لیک شوی دی.

2- د سفتا سرتفکیت آف اورجین: له هند هېواد سره د افغانستان د ۲۰۱۱ کال د سفتا تړون پر بنسټ د افغانستان څخه صادر شوی توکی د هند په ګمرکونو کې له ګمرکی معافیتونو څخه برخمن کېږی، بل دا چې د سفتا تړون د غړو هېوادونو یعنی د سویلی آسیا هېوادونو ته د سفتا سرتفکیت په درلودلو سره ټول صادراتی توکی له ګمرکی معافیتونو څخه برخمن کېدی شی.

3- د پاکستان هېواد هم د سفتا تړون د غړو هېوادونو لپاره د خپلو حساسو توکو د ۲۳۳ توکو نوملړ چمتو کړی دی. چې د افغانستان ځینی صادراتی توکی هم پکښې شامل دی. یادولو وړ ده چې هغه صادراتو توکی چې د سفتا سرتفیکیت آف اورجن له لارې پاکستان صادرېږی د یاد هېواد په ګمرکونو کې له ګمرکی معافیتونو څخه ګټه اخیستی شی.

4- د چین هېواد سرتفیکیت آف اورجین: د چین هېواد د ځینو پرمختیایی هېوادونو لکه افغانستان لپاره د هغو ۴۷۲۱ توکو نوملړ چمتو کړی دی چې په ګمرکی معافیتونو کې شامل دی. له ګمرکی معافیتونو څخه د ګټې اخیستنې لپاره باید دا توکی د چین سرتفیکیت آف اورجین واسطه صادر کړی شی.

غوښتونکی کولای شی چې یادو سندونو ته د اړتیا په صورت کې دا سندونه د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونی اتاق د صادراتو او پانګونی د پراختیا آمریت څخه په مرکز او ولایاتو کې ترلاسه کړی.