زموږ په اړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونی اتاق يو آزاد، قانوني،  نادولتيو غېر انتفاعي او غېرسياسي بنسټ دی، چې  د افغانستان د خصوصي سکټور د ټولنې لپاره خدمت کوي.

د سوداګرۍ او پانګونی اتاق د هېواد د اقتصادي وضعيت د لا ښه کېدو او د سوداګريزې فضا د لا ګټورې کېدو په برخه کې  هڅې کوي او  د اقتصاد د پراختيا او بهبود لپاره مثبت ګامونه پورته کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونی اتاق د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونی  د پخواني اتاق، چې ۱۹۳۱ ميلادي کال کې تاسيس شوی وو او يو ډول يې په دولتي چوکاټ کې فعاليت کوه او د افغانستان د سوداګرۍ د نړيوال اتاق له ادغامه، چې په ۲۰۰۴ ميلادي کال کې د خصوصي پانګوالو له خوا تاسيس شوی و، د ۱۳۸۶  کال د کب د مياشتې په ۱۹مه نېټه، چې د ۲۰۰۸ کال  د مارچ د ۹مې سره سمون خوري، د يو غښتلي ، اغېزمن او د خصوصي سکټور د ريښتيني استازي بنسټ په توګه  رامنځته شوی دی.

د سوداګرۍ اتاق د يوه اغېزمن او د خصوصي سکټور د مدافع بنسټ په توګه،  د ملي سوداګرو او پانګوالو د لازمې مرستې او ملاتړ سره سره،  په افغانستان کې خارجي او نړيوال پانګوال هم د  د يوې بريالۍ پانګونې لپاره ملاتړ  او مرسته ور سره کوي، چې  د افغانستان د خصوصي سکټور په چوکاټ کې په خپلو فعاليتونو سره خپلو موخو ته ورسېږي.

موخې او اهداف:
- د ګټورو او خدماتي پروګرامونو په لرلو سره د يوه اغېزمن او ګټور ارګان وده، چې د کم لګښته جوړښتونو او ګټورو کړنلارو درلودونکی وي.
- د اقتصادي ودې او پراختيا په مخ کې د خنډونو  ارزونه او ددې په خاطر، چې اتاق په راتلونکو پنځو کلونو کوم فعاليتونه کولی او په خپلو کومو پريکړو کې د لارښود په توګه عمل کوي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونی اتاق لپاره د فرصتونو د موندولو پېژندل.
- اتاق ته د نيټورکينګ او مشارکت څخه د لاسته راغلو فرصتونو د پېژندلو له لارې د فرصتونو برابرول، څو  محدود امکانات او سرچيني په هغه اقداماتو متمرکزه کړي، چې د ادارې او اړوندو ډلو لپاره د پام وړ لاسته راوړنې ولري، څو په اغېزناکه توګه د ملي پراختيا موخو ته ورسېږو.
- دولت، تمويلوونکو، ملي او نړېوالو سوداګريزو شريکانو لپاره د لازم اساس او وسايلو برابرول او د هغه څه بيان، چې اتاق ورباندې متمرکزه وي.
- د لنډمهاله کاري پلانونو، د تمويل وړانديزونو  او ادارې ته د وخت ورکولو په موخه د يو منظم او ټيګ چوکاټ برابرول، څو خپلې لاسته راوړنې او تشې په کره توګه وڅاري او سټراټيژيک تعديلات رامنځته کړي.

ولايتي اتاقونه:

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونی اتاق سره سربېره پر دې، چې مرکزي دفتر يې په کابل کې موقعيت لري، په 28 ولايتونو او دوه بله ولسوالۍ کې هم ولايتي څانګې لري، چې دا ولايتي اتاقونه په فعاله توګه د هېواد د خصوصي سکټور  او سوداګريزې ټولنې پر وړاندې خدمتونه تر سره کوي.

په بهرنيو هېوادونو کې د اتاق څانګې او اړوندې سوداګرېزې ادارې:

1.    دافغان-امريکا ګد سوداګريز اتاق
2.    د افغان-بريتانياسوداګريز بنسټ
3.    د افغانستان- کاناډا سوداګريزه شورا
4.    په عربي متحده اماراتو کې د افغانستان سوداګريزه شورا
5.    د افغان- کليفورنيا سوداګريزه شورا
6.    په مسکو کې د افغانانو سوداګريز مرکز
7.    په کابل او ترکيه کې د افغان- ترک سوداګريزه شورا
8.    د هالند- افغانستان سوداګريزه شورا
9.    په کابل کې د کرواسي سوداګريزه شورا
10.     په کابل کې د قزاقستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق څانګه

ګډ اتاقونه:
11.    -   دافغان – ايران د سوداګرۍ ا وصنايعو اتاق
12.    -   د افغان - پاکستان د سوداګرۍ اتاق
13.    -   دهرات - مشهد سوداګريز اتاق

نړېوال مرستندويان:

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونی اتاق د لاندې نړيوالو بنسټونو سره د افغانستان د نړېوالې سوداګرۍ د پراختيا او پياوړتيا او سيمې د ټولو هېوادونو سره د افغانستان د اړيکو دپياوړي کولو په موخه د نړېوالو شريکانو په توګه تړونونه لاسليک کړي دي:


1.    د سوداګرۍ او پانګونی اتاق
2.    د پاکستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاقونو فدراسيون
3.    د هندوستان د صنعت اتحاديه
4.    د قزاقستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق
5.    د قرغزستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق
6.    د هندوستان د سوداګرۍ او صنايعو اتاقونو فدراسيون
7.    د بنګلديش د سوداګرۍ او صنايعو اتاقونو فدراسيون
8.    د سريلانکا د سوداګرۍ اتاق
9.    د  بوتان د سوداګرۍ او صنايعو اتاق
10.    د نيپال د سوداګرۍ او صنايعو اتاق
11.    د مالديف د سوداګرۍ او صنايعو اتاق
12.    د کروشيا د اقتصاد اتاق
13.    د بلغاريا د سوداګرۍ او صنايعو اتاق

نړېوال بنسټونه:

همدا ډول د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونی اتاق د نړېوالې سوداګرۍ اتاق (ICC)، د اسلامي سوداګريز اتاق (ICC )، د سويلي آسيا د سيمه ييزو سوداګريزو همکاريو د اتاق (SAARC)،  د واټ  (IRU) د ټرانسپورټ سازمان، د سويلي آسيا د همکاريو د سازمان (SAARC)، د کار د نړېوال سازمان (ILO)  او د ايکو يا اقتصادي همکاريو د سازمان (ECO) غړيتوب  هم لري.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونی اتاق لاندې مديريتونه لري:

1. د سوداګرۍ د پراختيا عمومي مديريت
2. د نړيوالو اړيکو عمومي مديريت
3. د عامه اړيکو عمومي مديريت
4. د حقوقي خدمتونو او سوداګريز حکميت عمومي مديريت
5.  د د غړو او ولايتي اتاقونو سره د اړيکو عمومي مديريت
6. د دولت سره د اړيکو او سياست جوړونې عمومي مديريت
7. د صادراتو او صنايعو د پراختيا عمومي مديريت
8. عمومي اداري مديريت
9.  عمومي مالي مالي مديريت

د اتاق سکټوري کمېټې:

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونی اتاق بېلابېلو سوداګريزو چارو ته د لاسرسي په هدف په اړوندو چارو کې 25 بېلابېلې تشبثاتي کمېټې جوړې کړي دي، چې غړي يې د اتاق له رهبرۍ، د اقتصادي چارو  متخصصين او د اتاق غړي دي.

دا کمېټې مسؤليت لري، چې د اړوندو سکټورونو چارې و ارزوي او د هغې د پراختيا او ودې لپاره سټراټيژيک پروګرامو رامنځته کړي. دا کمېټې په لاندې ډول دي:
1.    د صادراتو د سکټور کمېټه
2.    د وارداتو د سکټور کمېټه
3.    د صنعت د سکتور کمېټه
4.    د کانونو د سکټور کمېټه
5.    د کوچنيو او منځمهاله پانګونو کمېټه
6.    د ښځينه سوداګرو کمېټه
7.    د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ کمېټه
8.    د ټرانسپورت او ټرانزيت کمېټه
9.    ساختماني کميټه
10.    د روغتيا او درملو کمېټه
11.    مالي او بانکي کمېټه
12.     د نفتو او غازو کمېټه
13.    د رسنيو او مطبوعاتو کمېټه
14.    د مرمرو او ګرانېتو ډبرو کمېټه
15.    د سياحت او تورېزم کمېټه
16.    د روغتيا کمېټه
17.    د ښوونې او روزنې کمېټه
18.    د فرشونو او غاليو د توليد کمېټه
19.    د نړېوالو اړيکو کمېټه
20.     دسوداګرۍ د پراختيايي خدمتونو کمېټه
21.    د سټنډرډ او ټکنالوجۍ کمېټه