د سویلی آسیا او د چین د سیچوان ایالت د سوداگرۍ د پراختیا پنځم کنفرانس د اتاق په مشرۍ جوړ شو

د سویلی آسیا او د چین د سیچوان ایالت د سوداگرۍ د پراختیا پنځم کنفرانس د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق په مشرۍ د ۱۳۹۳ کال د غبرګولي ۲۰ -۲۱ د چین په چنګدو ښار کې تر سره شو. د دې کنفرانس موخه د بیخبناګانو د بیا رغونې او د سویلی آسیا د هیوادونو د پرمختګ د فرصتونو پيژندنه وه. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د سویلی آسیا د هېوادونو استازیتوب یې کاوه.

دغه کنفرانس چې هر کال پر لاره اچول کیږي د کنفرانس د دارالانشا رئیس په ګډه د چین د نړیوالې سوداګرۍ پراختیا CCPIT شورا او د SAARC د سوداګرۍ او صنایعو اتاق وی، او دوره مشرۍ یې هر کال د الفبا تورو له مخې د SAARC د غړو هیوادونو څخه یو یي چې سږ کال افغانستان د دې اړین کنفرانس مشرۍ پر غاړه درلودله.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق پلاوی، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د مدیره پلاوی لومړی مرستیال ښاغلی الحاج جانجان الکوزی، د غزنی د سوداګرۍ اتاق رئیس ښاغلی عبدالمتین قلندري، د نړیوالو سازمانونو سره د اړیکې مدیر ښاغلی محمد ضیا عزیزی ګډون کړی وه، او همداراز ښاغلی جاوید شعیعي سوداګريز کنسول او په چین کې د افغانستان د سفارت د عامه اړیکو مسول ښاغلی بکتاش کاکړ د دې پلاوی ملګرتیا وکړله.

د بیخبناګانو د بیا رغونې او د سویلی آسیا د هیوادونو د پرمختګ د فرصتونو د پيژندنې بر سیره، د بیخبنایي پروژو او د سویل آسیا د هیوادونو ترمنځ د سوداګریز تواصل کنفرانس د برابرولو په اړه هم خبرې اترې وشوې.

له سویلی آسیا هیوادونو څخه شاوخوا ۸۰ کسانو د اتاق د پلاوی په ګډون، د بنګلادیش، هندوستان، مالدیف، نیپال، پاکستان او سریلانکا او د سارک د سوداګرۍ اتاق، د دولتي اړوندو ادارو او سفارتخونو کارکونکو، او شاوخوا ۱۰۰ چینایي پلاوو کسانو، او د چین د سیچوان ایالت کڼو مخورو شرکتونو چې په افغانستان کې سوداګرۍ ته لېوالتیا لري ګډون کړی وه.

افغانستان، بنګلادیش او سریکلانکا هیوادونو خپلې لویې بیخبنایي پروژې د پریزینتیشنونو په لړ کې معرفي کړلې. د وسپنې د پټلۍ او د نوري فایبر پروژې د لا ډیرو پانګې اچونو د جذبولو لپاره د افغاني پلاوی لخوا ګډونکونو ته ور وپېژندل شوې.

د چین د سیچوان ایالت د والي مرستیال د SAARC د غړو هېوادونو پلاوو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د SAARC د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګې اچولو پرمختګ ته یې هم اشاره وکړله. نوموړی زیاته کړه چې چین کولای شي د SAARC د هيوادونو د اقتصادی ودې او پراختیا په برخه کې ستر رول و لوبوي. نوموړی د SAARC د غړو د هېوادونو څخه وغوښتل چې بل کال ته په دې کنفرانس کې د ګډون لپاره د خپلو درنو هېوادونو سوداګریز پلاوي هم له ځانه سره ولري او د خپلو هېوادونو کې د شته پانګې اچونې فرصتونه د پریزینتیشننونو له لارې پانګوالو ته کره مالومات وړاندې شې ترڅو هغوی وکولای شی د دغو مالوماتو په مرسته په دې هېوادونو کې پانګه اچونه وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د مدیره پلاوی لومړي مرستیال ښاغلی الحاج خانجان الکوزی، د دې کنفرانس او ګردی میز د برابرولو لپاره د (CCPIT) هلې ځلې وستایلې او وی ویل: (د سیمې او نړی د ودې د لړې او د افغانستان د جغرافیایي موقعیت په پام کې نیولو سره چې د سمې لوی مارکېټونه لکه: سویلی او منځنی آسیا، چین او منځنۍ لویدیځ، روسیه او جنوبي آسیا یو له بله سره نښلوی، په دې برخه کې افغانستان د پانګې اچونې لپاره ډیر یو ښه فرصت دی.

نوموړی همداراز زیاته کړه، د افغانستان بیخبناګانې ډیر کمزوری دې، او د پرمختللي لویو لارو او د ریل د پټلیو د بیارغولو لپاره لا ډیرې پانګې اچونې ته اړتیا لري.

همداشان د افغانستان د ګوګو د طبیعي سرچینو څخه د کار اخیستلو لپاره، موږ داسې سړکونو ته اړتیا لرو چې لرې پرتې او د کانونو سېمې له لویو ښارونو او بندرونو سره ونښلوي. افغانستان د کانونو د سکتور د ودې لپاره ډیر ستر فرصتونه لري. د افغانستان د ریل پټلۍ به د کیندل شویو کانونو د سم او اغیزمن لیږد او ټرانزیټ لپاره یو ډیر اړین رول ولوبوي. د دې په پام کې نیولو سره چې کوم اړتیا چې د کانونو سکتور او د ریل پټلۍ یو بل ته لري، ډېر اړین ګڼل کېږي چې د ډواړو سکتورنو د ودې لپاره باید اړین ګامونه پورته شي.

د دې کنفرانس په لړی کې د SAARC د غړو هېوادونو د سوداګرۍ او صنایعو اتاقونو د رئیسانو ترمنځ ناسته ترسره شوه چې په کې د کال د کنفرانس موضوع لکه: تخنیکي چارې، بیلابیل سکټورونه او د بل کال لپاره اړین موضوعات تر بحث لاندې و نیول شول چې ټول ګډونوالو ومنله چې د راتلونکی کال کنفرانس او ګردی میز به د ۲۰۱۵ کال د جون په میاشت کې د بنګلادیش د سوداګرۍ او صنایعو اتاق په مشرۍ جوړ شی. د راتلونکي کال موضوع به برېښنا، بیخبنا، منځني او کوچني سوداګرۍ او د ټکنالوژی سکتور وي.

په دوهمه ورځ کې ټولو ګډونوالو له  (CSR) د چین د وسپنې د پټلۍ یو له سترو شرکتونو څخه کتنه وکړله.