د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ملی نندارتون پرانیستل شو

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو ملی نندارتون د ۱۳۹۳ کال د غبرګولي له ۲۸ مې تر ۳۰ مې نېټې  د ټلنټ تبلیغاتي شرکت لخوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق او د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ ادارې (آیسا) په مرسته د نندارتونونو او اقتصادی پرمختګونو د ریاست په سالونونو کې د درې ورځو لپاره جوړ شو.

په دې نندارتون کې په ۱۲۰ غرفو کې ۱۵۰ شرکتونو خپل لاسته راوړنې او محصولات نندارې ته وړاندې کړل چې ۷۰ سلنه یې د صنایعو له بیلابیلو برخو او ۳۰ سلنه یې د سوداګرۍ د سکتور غرفې وې. له دې ډلې څخه د کلیو د بیارغونې وزارت اړوند ۳۴ شرکتونو خپلې لاسته راوړنې په ۲۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې کړې.

د دې نندارتون په سوداګریز برخه کې صادراتي او وارداتي توکي: لکه غالۍ، وچې او تازه مېوې، زعفران او طبي بوټي، عسل او داسې  نور او  موټرونه او معلوماتي تکنالوژۍ دي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د نندارتونونو او اقتصادي پرمختګونو د ریاست رئیس ښاغلی محمد امین تره خیل، میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: (د دې نندارتون د پلاره اچولو موخه د افغاني تولیداتو معرفی کول او د کورني تولیدونکو اقتصادي وده ده، چې د دغه شان نندارتونونو په لاره اچول دې ته زمینه برابروي چې زموږ هېوادوال کورني تولیدات ښه وپېژني).

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د عامل پلاوی سرپرست ښاغلی عتیق الله نصرت وویل چې د دغه شان نندارتونونو برابرول د پیرودونکو او پلورونکو ترمنځ د اړیکو پیاوړي کولو لپاره ښه ګام دی او د هغوی د کاري ودې لامل ګرځي. نوموړی د دې نندارتون په لاره اچول د هېواد په اوسنی حالت کې یو ډیره ښه زیر وباله. ښاغلی نصرت زیاته کړه (د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د اتاق د اتمې مادې پر بنسټ اتاق باید د کورني تولیداتو د پیژندنې په موخه په هېواد دننه او بهر کې دغه شان نندارتونونه جوړ کړي.)

د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي حکم خان حبیبی وویل: (د هېواد په اوسني مهم پړاو کې د دې نندارتون برابرول د خصوصي سکتور لپاره یو ښه پیام دی او افغاني تولیدات کولای شي چې له بهرنیو تولیداتو سره سیالی وکړي.) ښاغلی حبیبی له هېوادوالو څخه وغوښتل ترڅو د کورني توکو په پېرودلو سره د هېواد اقتصاد ته وده ور وبښي.

د دې نندارتون د صنایع او کورني تولیداتو په برخه کې غیرالکولي نوشابې، آیس کریم، درانه صنعتونه لکه د وسپنې او المونیم ذوبول، د قیمتي ډبرو پروسس، کالي، د مچیو فارم، پي وي سي، ساختماني مواد، نیمه قیمتي ډبرې، د خوړلو توکي، د مینځلو توکي او همداراز رسنیز فعالیتونه هم شامل دي.

دغه نندارتون په ټوله کې یو افغاني نندارتون دی چې شرکتونه له بیلابیلو سکتورونو څخه خپل تولیدات لیدونکو ته ورښیي.

د دې نندارتو د انځورونو د ترلاسه کولو لپاره دلته کلیک وکړئ