اتاق سوداګرو میرمنو لپاره د روزنیزو پروګرام اووم پړوا برابر کړ

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د آلمان پراختیایی همکاریو ادارې (GIZ/NaWi) ، په مالي او تخنیکی مرسته د ۱۳۹۳ کال د غبرګولی ۱۱-۱۳ ، ۳۰ سوداګرو میرمنو لپاره د (مشرۍ مهارتونو) تر نوم لاندې درې ورځینۍ روزنیز پروګرام په اتاق جوړ کړ.

د افغانستان د سوداګرۍ اوصنایعو اتاق خپلو پلانونو او ستراټیژیګانو سره سم، تل دې ته هڅه کړی ده ترڅو د دغه شان د ظرفیت لوړولو پروګرامونو په برابرولو سره د سوداګرو میرمنو سوداګرۍ ته وده ورکړي.

دغه روزنیز پرواګرام سوداګرو میرمنو لپاره ډیر اغیزمن وه، او اوس هغوی کولای شی چې د دغه روزنیز پروګرام لاسته راوړنې په خپلو سوداګریو کې پلی کړی. دا روزنیز پروګرام د سوداګرو میرمنو لپاره ډیر یو ښه فرصت وه چې یو د بل تجربو څخه په ګټې اخیستنې سره خپلې سوداګریزې تجربې لا دیرې بډایه کړی. او همداراز د اوسنیو روزنیزو پروګرامونو د همغږی کولو لپاره چې د افغانستان په ګوډ ګوډ کې د بشري حقونو په برخه کې کار کوی یو ښه غنیمت وه.

په یاد پروګرام کې ګډونوالو ته د سوداګرۍ د بیلابیلو ډولونو د ورپیژندلو ترڅنګ د هغوی لاسته راوړنې وستایل شوې، او د هغوی د پوهې او مهارتونو د لا پیاوړی کولو لپاره هغوی یې ګد ګارته راوبلل، په پای کې له هر اړخیزو څېړنو وروسته، ګډونوالو خوښې څرګنډه کړه او د دغه شان روزنیز پروګرامونو جوړول یې د خپل تخنیکي ظرفیتونو د لوړولو لپاره ډیر اغیزمن وباله.
په پای کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق سرپرست ښاغلی عتیق الله نصرت سوداګرو میرمنو ته په یوه وینا، د هغوی ونډه یې د هیواد په اقتصاد کې ډیره اړینه وباله او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق یې د سوداګرو میرمنو یو له سترو ملاتړ کونکو څخه وباله او د هیواد په دننه او بهر کې د دغه شان روزنیزو پروګرامونو د برابرولو ژمنه یې وکړله.