د اتاق او د خصوصي سوداګرو د نړیوال مرکز (CIPE) تر منځ د کاروبار د سیمه یزې آجندا په اړوند تفاهملیک

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق او د خصوصی سوداګرو د نړیوال مرکز (CIPE) تر منځ د سیمه یز کاروبار آجندا په اړوند د همکاری تفاهملیک لاسلیک شو. لومړی به دغه سروی په ننګرها، بلخ او هرات  ولایتونو کې تر سره کیږي.

د دې تفاهملیک له مخې اتاق به د سیمه یز کاروبار د آجندا د جوړولو په بهیر کې د سوداګریزو اتحادیو استازیتوب وکړي او د ولایتو ناستو په برابرولو سره به د هغوی ستونزې او وړاندیزونه په ګوته او د له منځه وړلو لپاره به یې لارې چارې وړاندیز کړی، او د سیمه یز کاروبار د آجندا د جوړولو په بهیر کې به د مشری چارې پر غاړه ولري. د (CIPE) اداره چې د دغه شان ملی او سیمه یز کاروبارو  آجنداوو په جوړولو کې نړیواله تجربه لري، په دې پروژه کې به تخنیکی او مالی مرستې برابری کړی.

اتاق او CIPE یاد تفاهم لیک د ۱۳۹۳ کال د غبرګولي په ۱۳ مه نېټه د یو مطبوعاتي کنفرانس په لړ کې لاسلیک کړ. د اتاق د مدیره پلاوی سرپرست ښاغلی خانجان الکوزی د دې آجندا د جوړیدلو ترڅنګ د خصوصي سکتور د ستونزو لکه ترانزیتی، بیخبنایي او مالیاتې ستونزو په اړه خبرې وکړلې د دې آجندا جوړول یې د ستونزو د له منځه وړلو لپاره یو اغیزمن ګام وباله.

د اتاق د عامل پلاوی سرپرست ښاغلی عتیق الله نصرت د دې سروې د مخکې وړلو د تخنیکي مسائلو په اړه خبرې وکړلې او وې ویل چې اتاق او CIPE د کاري کمیټو له لارې به نه یوازی نوموړی آجندا جوړه کړی، بلکه د خصوصي سکتور د غوښتنو او وړاندیزونو د عملي کولو لپاره به په دوامداره توګه له دولتي بنسټونو او ډونرانو سره خبرې وکړي.

د CIPE رئیس ښاغلی محمد نصیب وویل چې یوازې د ستونزو په ګوته بسنه نه کوي، بلکه ټولې دولتي ادارې او ډونرونه باید د ستونزو او خنډونو له منځه وړلو ته ژمن ووسی. او دا کار یوې ملي ارادې ته اړتیا لری.

د کاروبار سیمه یزه آجندا د متشبیثینو ټولنې لپاره یو ډیر اړین سند دی. دغه سند پانګه اچونه، سوداګرۍ او سوداګریز فعالیتونه هڅوی او د اقتصادی ودی لامل کرځی. د کاروبار د سیمه یزې آجندا جوړول سوداګر هڅوی چې د عامه پالیسی ګانو د اصلاحکولو، په قانونونو او مقرراتو کې د لومړیتوبونو تعینول، او د هیواد پالیسی جوړونکو ته د خپلو نظریاتو د وړاندې کولو لپاره له خپل مهارتونو څخه کار واخلی. د کاروبار سیمه یزه آجندا قانونونه، مقررات او داسې نور خنډونه او ستونزې چې د سوداګریزو فعالیتونو د ځنډیدلو لامل کرځی، په ګوته کوی او د خنډونو او ستونزو د له منځه وړلو او د اصلاحاتو د راوستلو لپاره کره اصلاحات اړوندو لوړپوړو چارواکو ته وړاندیزوی.

د یادولو وړ ده چې اتاق او CIPE مخکښې هم د ۱۳۸۹ کال د لیندی له ۱۱ مې  د مرغومی تر ۷ مې د لومړی ځل لپاره، په ۵ زونونو کې د ۱۳۰۰ سوداګرو د نظرونو په پوښتلو سره د کاروبار ملی آجندا جوړه کړله، او پایله یې د ولسمشر دویم مرستیال ښاغلی محمد کریم خلیلی او سکتوری وزیرانو ته د یوې غونډې په لړ کې وړاندې کړله.

د کاروبار د ملي آجندا لاسته راوړنې په لاندې توګه ګڼل کیږي:

۱— د یو شمېر دولتي ادارو د بیمورده تکسونو او غیر قانوني شکونو راکمول؛

۲— د ځینو کړغیړنو قانونونو لکه پر عایداتو د مالیاتو قانون، ګمرکی تعرفې، د سوداګرۍ او پانګې اچونې د جواز د ورکولو د سیستم تعدیلول؛

۳— د کورنی فابریکو د خامو موادو د محصول معافیت یا ټیټول؛

۴— د ولسمشر په مشرئ د اقتصادی شورا جوړول؛

۵— د پانګې اچونې د هڅولو د پالیسی اصلاح کول؛

۶— د سیمې او له ګاونډیو هیوادونو په ځانګړی توګه له پاکستان سره د ټرانزیټی ستونزو له منځه وړل؛

۷— په مناسبو ټکټانو مالی سرچینو ته د خصوصی سکتور د لاسرئ د زمینې برابرول؛