ښاغلی محمد قربان حقجو د اتاق د عامل پلاوی له ریاست څخه ګوښه شو

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د عامل پلاوی رئیس ښاغلی محمد قربان حقجو د ټاکنو په دویم پړاو کې د اصلاحات او همپالنې تیم څخه د ملاتړ او یو ځای کیدو په موخه، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د عامل پلاوي ریاست څخه یې په رسمي توګه خپله استعفا وړاندې کړله.

ښاغلی حقجو د اتاقونو (دولتی اتاق او نړیوال اتاق) د رسمي ادغام څخه وروسته د ۱۳۸۶ کال د کب ۱۹ مې نېټې راپه دیخوا، تر دې دمه د مدیره پلاوی ښاغلو غړو د باور له مخې، د قانون په رڼا کې او د اتاق د اساسنامی له مخې او د هېواد خصوصي سکتور ته د خدمت په موخه د اتاق د عمال پلاوی اجرایوی مسؤلیتونه یې پر غاړه درلودل.

په دې موده کې، اتاق توانیدلی چې د یو پیژندل شوی ملی بنسټ او د خصوصی سکتور د قانوني کړنو د ملاتړ کونکی په توګه خپل ځای ومومي .

په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې چې د ۱۳۹۳ کال د غبرګولي په ۴مه نېټه په اتاق کې جوړ شوی وه، د اتاق سرپرست ښاغلی الحاج خانجان الکوزی، د اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلی الحاج محمد یونس مومند، د اتاق د دارالانشا‌ء رئیس ښاغلی الحاج سعدالله حقیار، د کابل د اتاق مدیره پلاوی، د عامل پلاوی سرپرست ښاغلی عتیق الله نصرت، د عامل پلاوی مالي او اداري مرستیال ښاغلی الحاج احمد توفیق داوري، د اتاق د ډیپارتمنټونو مسؤلانو او د اتاق یو شمېر کارکونکو ګډون درلوده.

ښاغلي الکوزي د ښاغلی حقجو د کړنو د ستایلو تر څنګ، نوموړی یې یوازې د اتاق نه بلکه د ټول هېواد د اقتصاد لپاره یوه شتمنی وباله او له نوموړی څخه غوښتنه وکړه چې تل د اتاق ملاتړ کونکی پاتې شي.

همداراز ښاغلی الکوزی زیاته کړه چې د هیواد یو وګړی په صفت د اصلاحاتو او همپالنې  له ټیم سره د ښاغلی حقجو پریکړه او حق دی او د اتاق د مشرتابه پلاوی د دوی د پریکړی درناوی کوی.

خو دا په دې معنی نه چې اتاق د یو پنسټ په توګه له یو نوماند څخه ملاتړ کوي، بلکه د ولسمشرۍ ټاکنو د هر نوماند بریا به د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د ملاتړ وړ وی او دا ملي بنسټ د هېواد له راتلونکی ولسمشر څخه په کلکه ملاتړ کوي.

ښاغلی حقجو د خلکو، رسنیو، خصوصي سکتور او په ځانګړی توګه د اتاق د مدیره پلاوی له ملاتړ څخه ستاینه وکړله، او اتاق یې د خصوصي سکتور ملاتړکونکی بنسټ وباله. نوموړی وویل:(اتاق زما لپاره کارځای نه بلکه زما دویم کور وه، داسې یو کور چې د کارکونکو ترمنځ ډیرې ښې اړیکې رامنځته شوی دی. اتاق په ملي او نړیواله کچه د هېواد د اقتصاد د ودې په برخه کې کلیدي رول لوبولی دی. او همدارنګه له ځینو ستونزو سره لکه د حکومت لخوا د اتاق د جایدادونو غصب او د افغانستان په نظام کې د اتاق د موقف په رسمي توګه نه پیژندل او داسی نورو ستونزو سره مخ وه.

خو برسیره د دې ستونزو دغه بنسټ ټل د هېواد د اقتصاد نیمګړتیاوی په ګوته کړی او خپله دنده یې چې د خصوصی سکتور د قانوني فعالیتونو څخه ملاتړ دی په سمه ټوګه ترسره کړی ده.)

ښاغلی حقجو د خپل د استعفا په هکله وویل چې موږ باید دغه فرهنګ په هیواد کې تل پاتې کړو او موږ ته پکار ده چې د خپل موقف او یا چوپړتیاوو څخه د یو مشخص نوماند په ګټه کار وانخلو. اتاق یو غیر سیاسی او ملي بنسټ دی، د اتاق هر یو مسؤل چې سیاسي چارو ته لوالتیا ولری، کولای شی چې مخکی له دې چې کوم ټیم سره یو ځای شی د خپلی دندې باید ګوښه شي. زه دا کار د دې لپاره کوو چې هغه دولتی چارواکي چې د خپلی دولتی دندې سره له یو ټاکنیز ټیم څخه ملاتړ کوی او هغوی هم باید له خپلی دندی کوښه شي.