په کاروبار باندې د زغرده اقلیمي بدلونونو اغېزه

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د وروستی سروی له مخې، اقلیمی بدلونونه د کوچني او منځني سوداګرو په کاروبار باندې په ځانکړی توګه د ساختمان او خدمتونو په سکتور باندې اغیزه لري. له همدې کبله د کاروبار وضعیت د ۱۳۹۳ کال په پسرلي کې د تیر کال د لړم د میاشتې په پرتله ښه وه.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د سروې د موندنو له مخې په كابل، بلخ او كندهار ولايتونو كې د كوچني او منځنۍ كچې  شركتونو لپاره د كاروبار شرايط د تير  فصل په پرتله ډیر ښه شوي دي، خو لا هم د لویو شركتونو په پرتله د دې ډول شركتونو د كاروبار وضعيت اوس هم د منلو وړ ندي.

پورتنۍ موندنې د ۱۳۹۳ کال د غوئي په ۲۴ مه نېټه د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق په کنفرانس خونه کې، د یو پریزینتیشن په لړ کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د عامل پلاوی مشر ښاغلي محمد قربان حقجو لخوا خبریالانو ته وړاندې شوې.

ښاغلي حقجو د دې سروې د موخې په اړه وویل: « یو نیم کال کیږي چې اتاق په نړیوال معیارونو سره سمه یوه سروې په لاره اچولې ده، چې په دې سروې کې به د افغانستان اقتصادي وضعیت د بیلابیلو سکتورونو په پام کې نیولو سره تر څیړنو لاندې ونیول شي.»

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د مدیره پلاوي لومړی مرستیال ښاغلی الحاج خانجان الکوزي، سیاسی اوضاع یې پر اقتصادی چارو باندې ډیره اغیزمنه وباله وی ویل:« په لیندی او لړم میاشتو کې د افغانستان حالت د یو کړکیج په لور روان وه چې ټولټاکنو تر سره کیدل په ځانکړی توګه د امریکا د متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون لاسلیکولو ته د نوماندانو چمتوالی راتلونکی پرمختګونو لپاره یې ښه هیله مندی رامنځته کړی ده.»

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د کاروبار د وضعیت سروې د موندنو له مخې، په کابل، بلخ او قندهار ولایتونو کې د کوچني او منځني شرکتونو لپاره د کاروباره شرایط د تیر کال په پرتله ډیر ښه شوی دی خو اوس هم د یادو شرکتونو د کاروبار وضعیت د لویو شرکتونو په پرتله ستونزې لري.

د سکتورونو د مقایسې له مخې ودانيز او خدماتي سكتورونه د سوداګرۍ او توليدي سكتور په پرتله د آب و هوا د بدلونونو له امله  زيان ليدلى دى.په داسی حال کې چی د سوداګری او تولید سکتورونه د دوو یاد شوو سکتورونو په پرتله د هوا حالاتو د بدلونونو  په وړاندې نسبتآ ټینګ ښکاري.

د سروې پايلې څرګندوي، چې د بلخ او كندهار امنيتي شرايط د متشبثينو له نظره ښه شوي دي، خو فعالو تشبثاتو په كابل كې ويلي دي، چې امنيتي حالت يې د تيرو شپږو مياشتو په پرتله خراب شوى دى. د يادونې وړ ده، چې د ننګرهار متشبثين په ټولو سروې شويو سيمو كې تر ټولو د امنيت حالت څخه د رضايت په ټيټه كچه كې دي.

د سروې بله موندنه  دا دی چی  د ۱۳۹۲ كال د كب مياشتې په پرتله د ۱۳۹۲  کال د لړم په مياشت كې د تر لاسه شوو فرمايشونو په تړاو د شركتونو هيلې ډيرې خوشبينانه وی.

مخکنی سروې د ۱۳۹۲ كال د لړم په مياشت كې په كابل، بلخ او كندهار كې او اوسنۍ سروې په كابل، بلخ، كندهار او ننګرهار ولايتونو كې ترسره شوې ده. د كابل، بلخ او كندهار اوسنى حالت له تيرې سروې سره مقایسه شوى ده، خو په ننګرهار كې يوازې اوسنى حالت څيړل شوى دى.

د کاروبار شرایط  د هیوا د ناخالص تولید د ودی په اړه د مالوماتو ګوډ دی. دغه مالومات په راتلونکو څو میاشتو کې کورني ناخالصه تولید په اړه وړاندوینه کوی، خو په دی شرط چې په دی موده کې په ټول اقتصادی شرایطو کې کوم ستر بدلون رامنځته نه شي.

د لا زیاتو مالوماتو لپاره د مطالعې او څیړنو ځانکړې پانې ته مراجعه وکړئ