د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال د رخت او برښنايي توکو واردوونکو یو شمیر سوداګرو سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د اتاق عامل پلاوي رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د رخت واردوونکو اتحاديي رئیس ښاغلي حاجی عبیدالله او د برښنايي توکو واردوونکو سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی ستونزې واوریدې او د حل لارو لټولو ژمنه يي وکړه.
 
ښاغلي مهمند ټولو ګډونوالو سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، زیاته کړه چې اتاق د ټولو سوداګرو په ځانګړې توګه د رخت او برښنايي توکو واردوونکو سوداګرو طرحې، ستونزې او وړاندیزونه اوریدلي او د ستونزو حل برخه کې تل کوټلي ګامونه پورته کړي او دی کار ته دوام ورکوي.
 
ښاغلي مهمند د چین سره د سوداګریزو اړیکو لرونکو سوداګرو د ویزو د صدور برخه کې د شتو ستونزو حل په موخه څو ځلي د چین سفارت چارواکو سره ناستې ترسره کړي دي او د چین سفارت هم افغان سوداګرو ته د ویزو د صدور ډاډ ورکړی دی.
 
ښاغلي مهمند د بهرنیو چارو او سوداګرۍ او صنعت وزارتونو له مشرتابه څخه د ویزو د صدور برخه کې د دوی د هڅو ستاینه وکړه.
 
ښاغلي عطايي د هغو فعاليتونو او هلو ځلو په باب خبرې وکړې چې د رخت او الکترونيکي وسايلو د واردوونکو سوداګرو په تېره بيا چين ته د هغوى د ويزې د ستونزې د حل په خاطر يې کړي دي. هغه وويل، چين د افغانستان د سوداګرۍ لپاره يو له مهمو هېوادونو څخه دی، چې له دغه هېواد سره د سوداګريزو اړيکو د پراختيا لپاره بايد لا زيات ګامونه پورته شي او په دې برخه کې د سوداګرۍ اتاق لا زياتې هڅې کوي او په ورته وخت کې په دې برخه کې کار کوي. همدارنګه د هغو سوداګرو د ستونزو د راټولولو په برخه کې چې له چين سره راکړه ورکړه لري، د حل په موخه يې له دولتي چارواکو سره ګډې هڅې رواني دي.
 
د رخت واردوونکو اتحاديي رئیس ښاغلي حاجي عبیدالله وویل "موږ د افغانستان اسلامي امارت اړوندو چارواکو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي څخه د زړه له کومي مننه کوو چې د ویزو د صدور برخه کې يي له سوداګرو سره مخلصانه هلې ځلې کړي دي"