په پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې زلزله ځپلو سره د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوی ۱۵ میلیونه افغانۍ مرسته کوي

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عمومي رئیس ښاغلي توکل احمدیار تر مشرۍ لاندی او د مشرتابه پلاوي اکثریت غړیو د پنجشنبه په ورځ د روان لمریز کال د چنګاښ په ۲مه، د یوې بیړنۍ ناستې په ترڅ کې، د خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو زلزله ځپلو سره د خواخوږۍ څرګندونې ترڅنګ، شهیدانو ته د مغفرت دعا وکړه او د یادې ناوړه پیښې زیانمنو سره يې د خپلو شخصي بودیجو څخه د ۱۵ میلیونه افغانیو مرستې کولو اعلان وکړ.
 
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوی د زلزلې زیانونه ډیر ستر او هلاکوونکي بولي او د هېواد د سوداګرو او پانګوالو څخه په خورا درنښت هیله کوي چې، د یادې پېښې زیانمنو سره د بشردوستانه مرستو په ترسره کولو سره، خپله ایماني، اسلامي او وجداني وجیبه ادا او د زیانمنو لاسنیوی وکړي.
 
همدارنګه، د زلزلې زیانمنو سره به بشردوستانه مرستې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق په همغږۍ دوام ولري.