د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د افغانستان لپاره په مسکو کې د سوداګریزې شورا سره د همکارۍ تفاهملیک لاسلیک کړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د افغانستان لپاره په مسکو کې د سوداګریزې شورا سره د سوداګرۍ او پانګه اچونې پراختیا او د ګډو همکاریو په موخه، د همکارۍ تفاهملیک لاسلیک کړ.
 
ددی تفاهملیک پربنسټ، دواړه لوري د پروژو تطبیق، د روسي او افغاني ګډو شرکتونو ترمنځ د لیږد، تدارکاتو، زیرمو، انرژۍ، ودانیزو کارونو، میخانیکي مهندسۍ، کرنې او د بانکدارۍ سکتور پراختیا برخه کې هلې ځلې او ګډ کار کوي.
 
یاد تفاهملیک، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د افغانستان لپاره په مسکو کې د سوداګریزې شورا رئیس ښاغلي دیمتري انتونوف له لوري د افغانستان سره د همکارۍ په موخه لاسلیک شو.