د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق لومړي مرستیال د سینټ پیټرزبورګ ښار د اقتصادي او سوداګریزې برخې رئيس سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د هېواد د خصوصي سکتور په استازولۍ، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او په مسکو کې میشت افغان سفیر ښاغلي جمال ناصر غروال په ملتیا په سینټ پیټرزبورګ کې د اقتصادي او سوداګریزې برخې له رئیس ښاغلي ګریګوریف ایوګیني دیمیترویچ سره د لیدنې په ترڅ کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند په تېرو ۹۰ کلونو کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د اقتصادي فعالیتونو او په تېرو ۹۰ کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښو سوداګریزو-اقتصادي اړیکو او افغانستان ته د وارداتو د اړتیا په اړه معلومات ورکړل. او همدارنګه له روسيې څخه د خوراکي توکو او تیلو واردولو او روسيې ته د افغان صادارتي توکو صادرولو پر اړتیا يې خبرې وکړې.
 
ښاغلي مهمند او د هغه ملګري ټیم ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د سنټ پیټرزبورګ د سوداګریزې او اقتصادي برخې رئیس ښاغلي ګریګوریف اویوګیني دیمیترویچ د سوداګرۍ د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو په برخه کې خپله لېوالتیا څرګنده کړه او د روسیې او افغان سوداګرو او پانګوالو ترمنځ یې د سوداګریزو ناستو ترسره کول او سوداګریزو پلاوو تګ راتګ اړین وباله.