د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د جلغوزیو سوداګرو او صادروونکو سره ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د جلغوزیو یو شمیر سوداګرو او صادروونکو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
د جلغوزیو سوداګرو او صادروونکو د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ته د هوا له لارې د جلغوزیو د نه انتقال ستونزې په اړه خبرې وکړې او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه څخه وغوښتل چې د افغانستان اسلامي امارت له اړوندو ادارو سره د دوی ستونزه شریکه او د حل مناسبې لارې چارې ورته ولټوي.
 
ښاغلي مهمند د سوداګرو او صادروونکو ستونزو له اوریدو وروسته، ژمنه وکړه چې د اسلامي امارت اړوندو ادارو او هوايې شرکتونو سره د ګډې همکارۍ او همغږۍ په پایله کې، هڅه کوي چې ستونزو ته د حل لارې او د جلغوزیو صاروونکو ته لازمې آسانتیاوې رامنځته کړي.