د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د رخت واردوونکو ستونزې واوریدې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند او د اتاق پانګه ایز مرستیال ښاغلي سلطان محمد صافي د رخت واردوونکو اتحاديي له رئیس ښاغلي حاجي عبیدالله سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د ستونزو حل په اړه خبرې وکړې.
 
ښاغلي عبیدالله او د یادې اتحاديې مشرتابه پلاوي غړیو، چین او متحده عربي اماراتو ته د سوداګریزو ستونزو لکه: د یادو هېوادونو ویزو ته د سوداګرو نه لاسرسی او د سوداګریزو توکو پیر په موخه، د هېواد څخه دباندی د پیسو نه لیږد په اړه خبرې وکړې او په یاده برخه کې يې د اتاق د مشرتابه پلاوي د همکاریو غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند او ښاغلي صافي د سوداګرو ستونزو له اوریدو وروسته، ژمنه وکړه چې د دوی ستونزې به د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره شریکې او هڅه به وکړي چې د چین او متحده عربي اماراتو سره د ګډ تفاهم په پایله کې یادو ستونزو ته د حل مناسبې لارې چارې ولټوي.