د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د نړیوال بانک اقتصادي چارو له کارپوهانو سره ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي د اقتصادي چارو کارپوه او په افغانستان کې د نړیوال بانک د پروګرامونو مسؤل ښاغلي اندریا دال اولیو او ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو د مالیاتي ستراتیژۍ او تحلیل رئیس ښاغلي ډاکټر درک جان امتګز سره د لیدنې په ترڅ کې، په افغانستان کې د اقتصادي او سوداګریز وضعیت په اړه خبرې وکړې.
 
په دی ناسته کې چې د اتاق د نړیوالو اړیکو مسؤل ښاغلي امید غفورزي هم ګډون درلود، ښاغلي عطايي د ملګرو ملتونو سازمان مختلفو ادارو سره د سوداګریزو، اقتصادي او وړتیا لوړونې پروژو تطبیق برخه کې او د خصوصي سکتور د ملاتړ، سوداګرو، پانګوالو او متشبثینو ستونزو ته د هواري برخه کې د اتاق د هڅو او فعالیتونو یادونه وکړه.
 
ښاغلي عطايي زیاته کړه "که چیرې نړیوال سازمانونه د ورته پروژو تطبیقولو او یا د افغانستان د کنګل شویو پیسو آزادولو برخه کې ګام پورته کړي، اتاق یادو سازمانونو سره هر ډول همکاریو ته چمتو دی."
 
د نړیوال بانک اقتصادي چارو کارپوهانو په افغانستان کې اقتصادي وضعیت سروی لومړۍ خپرې شوې برخې او دویمې برخې چې اوس هم پری کار روان دی، مالوماتو وړاندی کولو ترڅنګ، زیاته کړه چې اتاق هم کولی شي ورڅخه ګټه پورته کړي او د پالیسیو تدوین برخه کې يې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه. او همدارنګه د نړیوال بانک او ملګرو ملتونو د همکاریو څخه يې هم ډاډ ورکړ.