د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه پلاوي، سوداګرو او سکتوري اتحادیو د کابل له والي سره ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي، د مدیره پلاوي غړیو هر ښاغلي خان جان الکوزي او سید پرویز سادات هوفیاني، د کابل سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي، سوداګرو، مختلفو سکتوري اتحاديو او د اتاق مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د کابل والي شیخ ندا محمد ندیم او د یاد ولایت اجتماعی مرستیال ښاغلي شیخ ظاهر خان خادم سره د لیدنې په ترڅ کې، د خصوصي سکتور ستونزو او ګډو همکاریو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
په دی لیدنه کې چې د اتاق په مرکزي دفتر کې جوړه شوې وه، ښاغلي محمد یونس مهمند د کابل والي او د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د اسلامي امارت له واک ته رسیدو وروسته، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د سوداګریزو او اقتصادي فعالیتونو په اړه مالومات وړاندی کړل او د خلکو د اړتیاوو په پوره کولو کې يې د اتاق رول اړین وباله.
 
ښاغلي مهمند زیاته کړه "د سوداګریزو ملکیتونو په ځانګړي ډول د خلکو لپاره د خامو موادو او خوراکي توکو د برابرولو په برخه کې سوداګرو ته د پیسو د لېږد په برخه کې له بانکي ستونزو سره سره، د هېواد د سوداګرۍ اتاق او سوداګرو وکولای شول چې د هېواد د صرافانو په همکارۍ د معمول په څېر خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
 
د اتاق لومړي مرستیال د سوداګرو د ستونزو د حل په برخه کې د ولایت مقام له ښې همکارۍ څخه د خوښۍ په څرګندولو سره، د کابل ولایت د سوداګرو د یو شمېر، د امنیتي ستونزو او د سوداګرو د حقوقي ستونزو او یو شمېر نورو ستونزو یادونه وکړه او د کابل له والي او نورو اړوندو ادارو يې د دوی د ستونزو د هواري غوښتنه وکړه. نوموړي د سوداګرو د ورځنيو ستونزو د هواري په موخه د ولايت، د اتاق او خصوصي سکتور د استازو په ګډون د مياشتنيو غونډو د جوړېدو غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي خانجان الکوزي اقتصادي ننګونې د خلکو ستره ستونزه وبلله او زیاته یې کړه چې اتاق تل د سوداګرو او د خصوصي سکتور د غړو ستونزې د اسلامي امارت تر رهبرۍ پورې رسولي او د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې هڅې کړې دي. د هیواد د اقتصادي ستونزو د حل لپاره د دولت او په ځانګړې توګه د اسلامي امارت له نظام سره ښه همکار پاتی شوی دی.
نوموړي زیاته کړه "خصوصي سکتور د تاریخ په اوږدو کې له ننګونو او سختو شرایطو سره سره په سیاسي چارو کې له لاسوهنې پرته خپل فعالیت ته دوام ورکړی دی."
 
دغه راز د صنعتي پارکونو، صرافانو اتحادیې، د چرګانو د فارمونو، غالۍ اوبدونکو، د کابل د ټانکرونو، تازه میوو او سبزیجاتو، د خوراکي توکو واردونکو، ساختماني شرکتونو، د خصوصي روغتونونو اتحادیې او یو شمېر سوداګرو د خپلو ستونزو په اړه خبرې وکړې او د افغانستان د اسلامي امارت له والي او نورو اړوندو ادارو څخه یې د دوی د ستونزو د هواري غوښتنه وکړه.
 
د کابل ولایت والي شیخ ندا محمد ندیم د اتاق د مشرتابه پلاوي او د بېلابېلو سکتورونو د استازو د خبرو له اورېدو وروسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له لوري د جوړې شوې غونډې او د ګڼ شمېر خلکو له ګډون څخه خوښي څرګنده کړه.
 
شیخ ندیم زیاته کړه "د نړیوالې ټولنې د بندیزونو سره سره، د افغانستان اسلامي امارت د اتاق او خلکو په همکارۍ سره توانیدلی چې د خلکو او سوداګرۍ لپاره د عادي پرمخ تلو زمینه برابره کړي."
 
ښاغلي ندیم ډاډ ورکړ، چې د هېواد د خلکو او سوداګرو د ستونزو د حل په برخه کې د امارت د مسؤلینو ژمنې عملي اړخ لري او ژمنه یې وکړه، چې تر هغه ځایه چې دغه ستونزې له والي سره تړاو ولري، پخپله به يې د حل لپاره ګام پورته کوي او د هغو ستونزو چې په ولایت پوری اړوندې نه دي، د اسلامي امارت له نورو اړوندو ادارو سره به د ګډې همغږۍ او همکارۍ په پایله کې ورته د حل مناسبې لارې چارې لټوي.
 
نوموړي دغه راز ژمنه وکړه، چې د سوداګرو او پانګوالو حقوقي ستونزې به له اصولي او قانوني لارو حل کړي.