د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال او یو شمیر سوداګرو د هلمند والي سره لیدنه ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د اتاق د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک او یو شمیر سوداګرو د هلمند والي ښاغلي مولوي طالب سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګرو د ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مهمند په دغه ولایت کې د سوداګرو او پانګوالو د ستونزو د حل په برخه کې د هلمند والي د ښې همکارۍ د ستایلو ترڅنګ، د سوداګرو او پانګوالو یو شمېر شته ستونزې د دغه ولایت له محترم مقام سره شریکې او د ولایت له درانه مقام څخه يې د یادو ستونزو حل برخه کې د همکاریو غوښتنه وکړه.
 
د هلمند والي ښاغلي مولوي طالب، ښاغلي مهمند او ورسره سوداګرو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، زیاته کړه چې د سوداګرو د ستونزو د هواري لپاره چمتو دی او ژمنه یې وکړه، چې د ولایت مشرتابه به په هره برخه کې د سوداګرو ستونزو په ځانګړې توګه د دوی حقوقي ستونزې هوارې کړي. نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت د واکمنۍ په ۹ میاشتو کې د ولایت مشرتابه د هېواد د سوداګرو په ځانګړي ډول د هلمند ولایت د سوداګرو او پانګوالو له فعالیتونو څخه ملاتړ کړی او په راتلونکي کې به هم خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.