د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق کې د ایران او افغانستان ترمنځ د سرحدي بازار او د ابو نصر فراهي بندر په برخه کې د افغان سوداګرو پر ستونزو خبرې وشوې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند د فراه ولایتي اتاق لومړي مرستیال ښاغلي ذکریا طاهري، د ټوکر واردوونکو اتحاديې رئیس ښاغلي عبیدالله او د هېواد لویدیځ حوزې یو شمیر سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې، د افغانستان او ایران تر منځ د سرحدي بازار او د ابو نصر فراهي بندر په برخه کې د افغان سوداګرو شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي طاهري، عبيدالله او د لوېديځې حوزې سوداګرو د ايران او افغانستان ترمنځ د سرحدي بازار او د ابو نصر فراهي بندر برخه کې شته تخنیکي ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه سره شریکې او د له منځه وړولو برخه کې يې د اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند یادو سوداګرو ته ښه راغلاست ووایه او د هغوی ستونزې یې واوریدې او له سوداګرو یې وغوښتل چې خپلې مشخصې ستونزې او وړاندیزونه په لیکلې بڼه اتاق ته وړاندې کړي تر څو د دوی ستونزې د اسلامي امارت له اړوندو مسوولینو سره شریکې او هڅه به وکړي چې د ایران او افغان دولتي چارواکو سره د تفاهم له لارې یادو ستونزو ته د پای ټکی کیږدي.