د وردګو کوتل تخت صنعتي پارک د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مشرتابه په ګډون د صنعت او سوداګرۍ وزیر له خوا پرانیستل شو

د میدان وردګو د کوتل تخت صنعتي پارک د چهار شنبې په ورځ د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د مدیره پلاوي دارالانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق غړي احمد ضیا عظیمي شینوزاده، د اسلامي امارت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني، د میدان وردګو والي مولوي محمد امین عمري، د میدان وردګو ولایتي اتاق رئیس ښاغلي نوراغا ابراهیمي، د میدان وردګو ولایتي اتاق مدیره پلاوي مرستیال او غړیو له خوا په رسمي توګه پرانیستل شو.
 
ښاغلي نورالدین عزیزي په خپلو خبرو کې د دغه پارک اهمیت ته اشاره وکړه او ویې ویل: د کوتل تخت صنعتي پارک لومړنی صنعتي پارک دی چې د اسلامي امارت لخوا پرانستل شو. هغه زیاته کړه، دغه پارک چې د ۲۰۰ جریبه ځمکې مساحت لري په ۱۳۹۲ هجري لمریز کال کې د ښار په مربوطاتو کې د تولیدي فابریکو د جوړولو په موخه خصوصي سکتور ته وسپارل شو.
 
ښاغلي عزيزي زياته کړه "دغه صنعتي پارک له کابل ولايت سره د نږديوالي له امله ځانګړى اهميت لري او توليدات يې په کم مصرف سره پلازمېنې ته لېږدول کېږي. په اوسنيو شرايطو کې د دغه پارک د توليدي فابريکو پرانيستل د هېواد د صنعت او کورنيو توليداتو د ودې لپاره يو مهم ګام بلل کېږي."
 
ښاغلي خان محمد سرفراز باز د اقتصاد په وده او کورنیو تولیداتو کې د صنعتي پارکونو رول مهم وباله او ویې ویل: صنعتي پارکونه په حقیقت کې د صنایعو د ودې او پراختیا لپاره مناسب ځای او همدارنګه د کورنیو او بهرنیو سوداګرو د جلب او جذب ډګر دی. د کورنیو صنعتونو د ودې لپاره د یوه پلیټ فارم په توګه د صنعتي پارکونو جوړولو، پراختیا او مدیریت ته باید لازمه پاملرنه وشي.
 
ښاغلي باز زیاته کړه "د صنعتي پارکونو جوړول او پراختیا به د صنعت او ملي تولیداتو د ودې لامل شي؛ د هیواد صادرات به ډیر شي او د سوداګرۍ د توازن لامل ګرځي؛ د صنعتي فابریکو جوړیدل د کار او کارموندنې لپاره لاره هواره کړې او دا د اقتصادي او سیاسي ثبات لامل کیږي. د سړي سر عاید زیاتوي او په ټولنه کې د عاید ویش ښه کوي؛ د ټولنې د خلکو مادي اړتیاوې په ښه توګه پوره کیږي او داخلي سرچینې په اغیزمنه توګه کارول کیږي."
 
ښاغلي احمد ضیا عظیمي شینوزاده د اقتصادي ودې او د صنعتي پارکونو د جوړولو په برخه کې د دولت له پاملرنې څخه هرکلی وکړ او د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره یې د پانګونې جذب، له ملي زیرمو څخه اغېزمنه ګټه اخیستنه، د کارموندنې رامنځته کول، د بې وزلۍ کمول او د ټولنیزې هوساینې په برخه کې اړین وبلل او ټینګار یې وکړ چې د ملي صنایعو او تولیداتو پراختیا ته باید لازمه پاملرنه وشي.