د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس د UNDP له مسؤلینو سره آنلاین ناسته ترسره کړه

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي او د سوداګرۍ پراختیا ډیپارټمنټ آمر د UNDP له مسؤلینو سره د یوې آنلاین ناستې په ترڅ کې، په افغانستان کې د کاروبار وضعیت سروی له سره بیا پیلولو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي عطايي د افغانستان د اقتصادي وضعیت او له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۲۰ زیږدیز کال پوری د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق فعالیتونو په ځانګړې توګه په هېواد کې د کاروبار وضعیت په تړو د جي آي زیډ سره د اتاق د ګډو ترسره شویو سروې ګانو په اړه بشپړ مالومات ورکړل.
 
ښاغلي عطايي په هېواد کې د سروې ګانو او د سوداګرو، پانګوالو او متشبثینو په لاره کې د پرتو ستونزو یادونه وکړه او دا يې هم وویل چې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د دوی ستونزو په د پای ټکي کیښودو برخه کې تل نه ستړې کیدونکې هلې ځلې ترسره کړي او د هېواد د خصوصي سکتور پراختیا برخه کې يې تل کوټلي ګامونه پورته کړي او لازمې آسانتیاوو رامنځته کولو ته يې لاره هواره کړې ده.
 
د UNDP مسؤلینو د ښاغلي عطايي د نظرونو او وینا اوریدو وروسته، د یادو سروې ګانو بیا پیل برخه کې خپله لیوالتیا څرګنده او ژمنه يې وکړه چې د اتاق سره د ګډې همغږۍ او همکارۍ او پرله پسې ناستو په پایله کې یادې سروې ګانې بیا پیل کړي.