د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال د ازبیکستان، افغانستان او پاکستان دری اړخیزې ټرانسپورټي او ټرانزیټي ناسته کې ګډون وکړ

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي او د اتاق د ټرانسپورټ او ټرانزیټ تخصصي کمېټې مرستیال او د بامیانو ولایتي اتاق رئیس ښاغلي لطف الله امیني د وري په ۶مه او ۷مه نېټه، د ترمز په ښار کې د ازبیکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ په جوړه شوې دری اړخیزې ټرانسپورټي او ټرانزیټي ناسته کې د خصوصي سکتور په استازولۍ ګډون وکړ.
 
په دغې دوه ورځنۍ ناسته کې چې د سوداګرۍ پراختیا او د ازبیکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانسپورټي او ټرانزیټي ستونزو حل په موخه جوړه شوې وه، مختلفو لوریو ټرانسپورټي او ټرانزیټي ستونزې مطرح او افغاني پلاوي د یادو ستونزو د له منځه وړلو په موخه ځانګړي وړاندیزونه او حل لارې وړاندې کړې، چې ازبیکستان او پاکستان هم په دی برخه کې خپل چمتووالی څرګند کړ.