د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مشرتابه پلاوي د حکومتي ادارو قراردادیانو او سوداګرو سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس مهمند، د مدیره پلاوي د دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز او د مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا سخي د یو شمیر حکومتي ادارو قراردادیانو او سوداګرو سره د لیدنې په ترڅ کې، د دوی د شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
په دې لیدنه کې، هغو سوداګرو او قرارداديانو چې د لوژستيکي او خوراکي توکو په برخو کې يې له بېلابېلو دولتي ادارو سره قراردادونه کړي او پيسې يې له اړوندو ادار سره پاتې دي، د پيسو د نه ترلاسه کولو ستونزه يې په بانکونو کې د يادو شرکتونو د امنيت د تضمين له امله د قرارداد له بشپړېدو وروسته اوهمدارنګه د سرته رسیدلو قراردادونو د مالیې د معافیت پر ستونزو خبرې وکړې او د حل په برخه کې يي د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
ښاغلي مهمند سوداګرو او قراردادیانو ته د ښه راغلاست ویلو او د هغوی د ستونزواورېدو وروسته، اتاق د سوداګرو ګډ کور وباله او ژمنه يي وکړه چې د دوی ستونزې به د اسلامي امارت له اړوندو سره شریکې او د له منځه وړلو په برخه کې به يي خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.
 
ښاغلي خان محمد سرفراز باز د حکومتي ادارو له قراردادیانو او سوداګرو وغوښتل، چې خپلې مشخصې ستونزې او وړاندیزونه په لیکلي ډول د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق اړونده څانګې ته وسپاري، څو دغه اتاق وکولای شي له اړوندو دولتي ادارو سره د همغږۍ او همکارۍ په پایله کې ورته د حل لارې چارې ولټوي.