ازبکستان ته د افغانستان او پاکستان له لارې د هندوستان د صادرتي توکو لومړۍ ټرانزیټي جوپه انتقال شوه

د هندوستان لومړۍ ټرانزیټي جوپه چې څلور لارۍ صادراتي توکي لکه بوره او غوښه د پاکستان او افغانستان له لارې ازبکستان ته لیږدول کیږي.
د پلچرخي په صنعتي پارکونو کې، د یادې ټرانزیټي جوپې د انتقال په موخه په جوړو شوو مراسمو کې د سوداګرۍ او صنعت وزیر ښاغلي نورالدین عزیزي، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي د دارلانشاء رئیس ښاغلي خان محمد سرفراز باز، د اتاق د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي ضیاءالدین اچکزي، سوداګرو او د خصوصي سکتور او ولایتي اتاقونو استازیو ګډون درلود.
 
ښاغلي عزیزي وویل "د هندوستان لومړۍ سوداګریزه جوپه چې د افغانستان او پاکستان له لارې ازبکستان ته لیږدول کیږي، ثابته کړه چې زموږ هیواد د منځنۍ او جنوبي اسیا د هیوادونو په منځ کې ښه رول او مقام لري."
نوموړي زیاته کړه "وزارت له څلورو میاشتو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ او ټرانزیټي ستونزو د حل په موخه کار کوي، چې په دې برخه کې مو له پاکستان سره څو ناستې درلودې او په دې برخه کې هوکړې ته رسېدلي او موږ وکولای شول چې شته خنډونه تر یو حده له منځه یوسو."
 
ښاغلي عزیز د خپلو خبرو په جریان کې زیاته کړه چې هندوستان کولای شي خپل سوداګریز توکي د کراچۍ، ګوادر او چابهار بندرونو او د افغانستان د شېرخان، حيرتان، اقينې او تورغونډۍ د بندرونو له لارې منځنۍ اسيا ته ولېږدوي. او د پاکستان او هندوستان ترمنځ په موضوعاتو کې يي خبله بی پلوي اعلان او د پاکستان، افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزيټي سرمشريزه غونډه جوړیدونکې غوڼده کې د خپل ګډون خبر ورکړ.
ښاغلي عطايي د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او ترانزیټ پر وړاندې د شته ستونزو یادولو ترڅنګ، وویل "د اوسني افغان حکومت د هڅو او په ځانګړې توګه د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د هڅو په پایله کې نن ورځ موږ د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو د راکمیدو او د افغانستان او پاکستان له لارې ازبکستان ته د لومړې سوداګریزې جوپې د لیږد شاهدان یو."
 
نوموړي افغانستان د منځنۍ او سوېلي اسيا هېوادونو ترمنځ د پله په توګه ياد کړ او ويې ويل "تر دې دمه دا موضوع یواځی یو شعار وه، خو د افغانستان او پاکستان له لارې ازبکستان ته د لومړۍ سوداګریزې جوپې لیږد، په افغانستان کې د امنیت په راتګ او په اوسني نظام کې د یوه ژمن ټیم په شتون سره دا خوشبیني شته چې افغانستان به د سیمې د سترو پروژو په تطبیق کې بریالی شي."
 
ښاغلي عطايي زیاته کړه "که غواړو چې د افغانستان له ستراتیژیک او جغرافيايي موقعیت څخه په اغېزمنه توګه ګټه پورته کړو، د معیاري سړکونو جوړول، د تیر له سیستم څخه زیاته ګټه اخیستنه او په سیمه کې د ټرانسپورټي شرکتونو د معیاري کولو په څېر یو لړ ګامونه پورته کړو."