په افغانستان کې د اروپايي ټولنې مسوولينو د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي رياست سرپرست سره وليدل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق د عامل پلاوي رياست سرپرست ښاغلي شفيق الله عطايي د اتاق د نړيوالو اړيکو، د صادراتو او پانګونې پراختيا او د سوداګرۍ پراختیا آمريتونو د مسوولينو په حضور کې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د دفتر ټيم ليډر ښاغلي «ای ازوزي» او د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د نړيوالو مرستو او د خصوصي سکتور سره د همکاريو څانګې مدير ښاغلي «هوبرت بلوم» سره د اتاق د عامل پلاوي رياست کاري دفتر کې وکتل او د سوداګرۍ او پانګونې پراختيا او ګډو همکاريو په اړه يې خبرې وکړې.
 
ښاغلي عطايي په پېل کې ښاغلو «ای ازوزي» او «هوبرت بلوم» ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د دفتر بيا فعاليت پېل هرکلی وکړ او دغه چاره يې د افغانستان د تجارت د ودې او خصوصي سکتور د ملاتړ لپاره يو اړتيا وبلله. هغه وويل: اروپايي ټولنې په تېر وخت کې هم د افغانستان سوداګرۍ ودې او له خصوصي سکتور حمايت برخو کې هم ډېر ګټور فعاليتونه درلود او اوس چې دغه دفتر بيا ځلې خپل فعاليت پيل کړی يو ښه اقدام دی.
 
د اتاق د عامل پلاوي رياست سرپرست د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق او بېلابېلو برخو کې د فعاليتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او د افغانستان د سوداګرۍ په وړاندې شته ستونزو په ځانګړې توګه د صادراتو، ټرانزيټ برخو او په افغانستان کې د مختلفو نا تکمیل پروژو يادونه وکړه. نوموړي د سوداګريزو، ټرانزيټي ستونزو حل او د نيمه کاره پروژو په بشپړيدو کې د اروپايي ټولنې تخنیکي او مالي کمک اړتيا وبلله.
 
ښاغلو «ای ازوزي» او «هوبرت بلوم» د اروپايي ټولنې دفتر له لوري د افغانستان د سوداګرۍ پراختيا او خصوصي سکتور څخه د ملاتړ برخه کې ډاډ ورکړ زياته يې کړه: اروپايي ټولنه چمتو ده څو، له اتاق سره د هغو برنامو تطبيق کې مرسته وکړي، چې د سوداګرۍ د ودې او د افغانستان سوکالۍ کې ګټور واقع شي او خپلو مشترکو همکاريو ته به دوام ورکړي.