د هېواد یو شمیر سوداګرو خپلې بانکي ستونزې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه سره شریکې کړې

د هېواد یو شمیر سوداګرو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه سره د یوې ناستې په ترڅ کې څرګنده کړه چې د هېواد ځیني بانکونه دوی ته په وخت نغدې پیسې نه ورکوي، چې یاده چاره د دوی د سوداګرۍ برخه کې یو لړ ستونزې رامنځته کوي.
یادو سوداګرو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق له مشرتابه څخه وغوښتل چې یادې ستونزې ته د حل لارې پیداکولو برخه کې له دوی سره مرسته او همکاري وکړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مدیره پلاوي مالي رئیس ښاغلي شیرین آغا، د عامل پلاوي سرپرست رئیس ښاغلي شفیق الله عطايي، د مدیره پلاوي غړي ښاغلي ضیاءالدین اچکزي او د عامل پلاوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي میرویس هوتک د سوداګرو ستونزو اوریدو وروسته، له دوی سره ژمنه وکړه چې د دوی ستونزې به د اړوندو ادارو سره شریکې او د له منځه وړلو برخه کې به يي خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.