د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال او یو شمیر سوداګرو د ماليي سرپرست وزیر سره خپلې ستونزې شریکې کړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي او د ولایتي اتاقونو رئیسانو د ماليي وزارت سرپرست وزیر ښاغلي ملا هدایت الله بدري سره د لیدنې په ترڅ کې، د هېواد په بندرونو او ګمرکونو کې شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مایل احمدي د فساد او بیروکراسۍ د له منځه وړلو په برخه کې د مالیې وزارت د مشرتابه د وروستیو فعالیتونو ستاینې کولو ترڅنګ، د ګمرکي تعرفو او ګرځنده څارنې په برخه کې هغه ستونزې په ګوته کړې چې د سوداګرۍ لپاره خنډونه رامنځته کوي او د یادو ستونزو په له منځه وړلو کې يي د ماليي وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
د بلخ، جوزجان، اندخوی او کندز ولایتي اتاقونو رئیسانو د وارداتي توکو تعرفو او دری میاشتني راپور برخه کې خپلو ستونزو ته د اشارې کولو ترڅنګ، د یادو ستونزو حل برخه کې د ماليي وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
د مالیې وزارت سرپرست او د مالیې وزارت نورو تخنیکي مسؤلینو د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال او د ولایتي اتاقونو د رئیسانو د ستونزو له اورېدلو وروسته وویل "د مالیې وزارت او د اسلامي امارت مشرتابه په ټولیزه توګه د افغانستان خلکو ته رښتونی خدمت کوي او اداري فساد ورته په هیڅ ډول د زغم وړ نه دی."
 
ښاغلي بدري او د مالیې وزارت مشرتابه د سوداګرۍ او پانګونې اتاق مسؤلینو ته ډاډ ورکړ، چې د سوداګرو ستونزې او وړاندیزونه به ژر تر ژره حل کړي.