د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال او د هېواد یو شمیر سوداګرو د ماليي وزارت ګمرکونو او عوایدو له معین سره وکتل

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال ښاغلي خیرالدین مایل احمدي او د ولایتي اتاقونو رئیسانو د ماليي وزارت ګمرکونو او عوایدو له معین ښاغلي مولانا محمد ناصر آخوند او د ګمرکونو عمومي رئیس ښاغلي انجنیر عبدالله سره د لیدنې په ترڅ کې، د سوداګرو شتو ستونزو په اړه خبرې اترې وکړې.
 
ښاغلي مایل احمدي د سوداګرو او پانګوالو د ستونزو په حل کې د مالیې وزارت د مشرتابه او په ځانګړې توګه د عوایدو او ګمرکونو ریاست له پرله پسې همکارۍ څخه د خوښۍ د څرګندولو ترڅنګ، د تعرفې او ګرځنده څارنې چې سوداګرو ته سرخوږې جوړ شوی په اړه خبرې وکړې او د ستونزو په حل کې یې له معین څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
د بلخ، جوزجان، اندخوی او کندز ولایتي اتاقونو رئیسانو د ټن څخه امپیر ته د بطري ګانو ګمرکي محصول، په نړۍ کې د مبلایلو بیې لوړوالي او دغه جنس باندی د تعرفې د نه کموالي او د ماليي وزارت لخوا په دری میاشتني راپور ټینګار یادونې کولو ترڅنګ، د یادو ستونزو حل په برخه کې يي د همکارۍ غوښتنه وکړه.
 
د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکونو معین، د ګمرکونو عمومي رئیس او د مالیې وزارت نورو تخنیکي مسؤلینو د سوداګرۍ او پانګونې اتاق سوداګریز مرستیال او د ولایتي اتاقونو د رئیسانو د ستونزو له اورېدلو وروسته ډاډ ورکړ چې د دوی ستونزو ته د پای ټکي کیښودو برخه کې به خپلې هیڅ ډول مرستې ونه سپموي.